رويټرز خبري اژانس د خپلو منابعو له قوله ليکي چې صهيونيستي اسراییلو دوشنبه ناوخته د غزې د خان يونس ختيځ ته څېرمه په بني سهيل ښارګوټي هوايي او ځمکني پراخ بريدونو ترسره کړي چې پکې شاوخوا ۷۰ فلسطيني وګړي شهيدان او تر ۲۰۰ زيات ټپيان شوي.
د غزې د دولتي روغتونونو ډاکټرانو رسنيو ته په خبرو کې ویلي چې پرون دوشنبه صهيونيستي عسکرو ځايي خلکو ته د بني سهيل ښارګوټي د تخليه کولو له اعلان وروسته پراخ وحشيانه بريدونه ترسره کړل چې په پايله کې یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
راپورونه کاږي چې په خان يونس د صهيونيستي رژيم پروني بريدونه د ډېر شمېر ټانکونو او الوتکو په مټ ترسره شوي چې په شهيدانو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم موجود دي.
په غزه د صهيونيستي رژيم دا بريد په داسې مهال ترسره کېږي چې څو ورځې وړاندې د عدالت نړيوالې محکمې صهيونيستي اسراييل د غزې تړانګې اشغالګر او هلته بشري جنايتکاران ياد کړل.