د فلسطین د روغتیايي چارو مسوولینو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د غزې په تړانګه کې د یرغلګرو اسرائیلو د روانو بریدونو له امله د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۵ نیم زره کسانو ته لوړ شو.
په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلي اشغالګرو په بریدونو کې ۷۰ تنه فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان دي.
په دغو بریدونو کې تر دا مهاله نږدې ۸۰ زره کسان ژوبل شوي هم دي.
په ورته مهال د روغتیا چارواکو ټینګار کړی، چې د بېړنۍ طبي او ملکي دفاع کارکوونکي د ژغورنې عملیاتو په ترسره کولو کې له ننګونو سره مخ دي؛ ځکه د دوی په وینا ډېری تلفات تر خاورو لاندې شوي دي.
په غزې تړانګه د اسرائیلو تر یرغل وروسته نږدې ټوله غزه په کنډوالو بدله شوې او د وحشت دغه لړۍ دوام لري.
د دغې جګړې زیات شمېر قربانیان ښځې او ماشومان دي.
د نړۍ والو رسنیو د معلوماتو پر اساس ویل کیږي، چې په دغه تړانګه او نورو جنګ ځپلو سیمو کې ډیر شمېر خلک لومړنیو خوارکي توکو او روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
یو شمېر کارپوهان وایي، چې اسرائیلو په غزه کې نسل وژنه پیل کړې او هلته یې انساني ناورین رامنځ ته کړی دی، دوی بار بار له نړۍوالو غوښتي، چې پر اسرائیلو فشار راوړي څو هلته نور نسل وژنه بنده کړي.
یاده دې وي، چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو لخوا شاوخوا ۸۰ تنه فلسطینیان وژل کېږي او سلګونه نور ټپیان کیږي.