په مادیاتو، پردیو پروژو، قومي، سمتي، مذهبي، ژبنیو او نورو تعصباتو روږد بغاوتګر او شریر عناصر خپل نامعلوم مسیر او نا څرګند برخلیک د زوال پر کړنګ درولي دي. دوی له پلرونو او نیکونو راهیسې د افغانستان په بربادۍ، خرڅولو، د افغانستان د عزت په لیلامولو، پردیو ته په خدمت او چوپړ کولو او همدا راز د هېواد د وروڼو قومونو، مذهبونو، ژبو او سمتونو په منځ کې د تفرقې په ایجادولو سره خپل سرکښه نفسونه چاغول، دنګې بنګلې به یې جوړولې، عیشونه او نوشونه به یې کول، خو د جمهوریت په پرځېدو او له وطنه په تېښتې دومره ذلیل شول، چې د نورو خیرات ته کېناستل.
درې کاله کېږي چې دوی بهر په کمپونو او پنډغالو کې د غرب او نورو هېوادونو سوسیال، د کلیسا او مندرونو خیراتونو ته ګونډې وهلي دي او بیا له هماغه ځایه په افغانستان کې د جګړې بیا پیل ته خپل ګرم منترونه غږوي.
که څه هم دوی بهر په کمپونو کې دېره دي، خو په افغانستان کې بیا خلک هڅوي چې د پردیو ګټو لپاره جګړه وکړي، عامه تأسیسات وران کړي، بدمرغي راولي، د بې ګناه خلکو وینې تویې کړي او افغانستان یو ځل بیا د دوی د بزکشۍ میدان ته جوړ کړي. دوی هره ورځ په غرب کې مېشتې جنایتکاره شبکې، استخباراتي ادارې، د وسلو جوړولو شرکتونه او همدا راز مفسد او جنایتکاره قاچاقچیان هڅوي چې لاس نیوی یې وکړي او د دې کار په بدل کې به دوی بیا په افغانستان کې شخصي ګټې خوندي کړي.
خو له کابو درې کلنې دې ناوړه او ذلیلې تمې وروسته دوی اوس په دې پوه شوي، چې نه یې په افغانستان کې د جګړې د پیل لپاره کاذبو، تېر ایستونکو او تاریخ تېره شعارونو ته بازار شته او نه هم په بهر کې جګړه خوښي او جګړه پلوه جنایتکاره بانډونه او خریداران پیدا کولای شي.
شر او فساد اوس شرمېدلې او ذلیله ماتې په خپلو سترګو ویني، همدې حالت دوی تر جنونه رسولي دي؛ اوس په دې پوه شوي چې هغه تېر دوران یې نور هېڅکله بیا نه ورته را ګرځي، نه هغه پیسې شته، نه هغه پردۍ پروژې، نه هغه زور شته او نه زر، نه هغه پرېمانه ساتونکي شته او نه هغه پرېمانه ډالر؛ نو ځکه دوی لالهانده، سرګردانه او لار ورکي دي، کله یوې او کله بلې خواته منډې وهي، خو له خپل ورک مسیر څخه لا پسې ورک کېږي.
دغه حالت ورته رواني ستونزې پیدا کړي، چې ښه بېلګه یې په دې وروستیو کې د خپلو همکارانو پر وړاندې هغه څرګندونې، سپکې سپورې، تورونه او تهمتونه دي، چې ټولنیزې رسنۍ ترې ډکې دي. دوی نه په سمت کې سره جوړ دي، نه په قوم، ژبه او نه هم په مذهب کې، بلکې د هوس او حرص ښامار یې دومره یاغي شوی، چې په خپل ځان او خپلو افرادو خولې لګوي.
د دوی دا لالهانده، سرګردانه او لار ورکی حالت، دوی افغانستان ته غوښت، خو نن خپله پرې اخته دي، دوی دا هره بد مرغي، تعصب او تفرقه د متحد ملت لپاره غوښته، خو نن په خپله پکې را ګير دي. د دوی دا حالت له یوې خوا افغانانو ته ښه زېری او له بل خوا عبرت دی. یعنې د وطن پلورونکو، معامله ګرو، پردیو ته د ژمن او چوپړ کوونکو، خاینانو، د ارزښتونو پایمالوونکو، شریرو او ذلیلو کسانو پایله همدا ده.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.