Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»په متحده عربي اماراتو کې هم د برېښنايي پېژندپاڼو وېش پيلېږي
    افغانستان

    په متحده عربي اماراتو کې هم د برېښنايي پېژندپاڼو وېش پيلېږي

    صابر افغانصابر افغان1 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ د پراختیا په برخه کې د خپلې ژمنتیا پر بنسټ په متحده عربي اماراتو کې هم د دې پېژندپاڼو د وېش څانگه فعالوي، چې له فعالېدو سره به یې په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

    له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په همدې موخه یې د متحده عربي اماراتو ابوظبي ښار د اسان خدمت تر چتر لاندې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ډله لېږلې، چې په نږدې ورځو کې به هلته خپل فعالیتونه پیل کړي.

    د احصایې او معلوماتو ملي ادارې عمومي مشر ډاکټر فقیر محمد زیار د یادې ډلې د لېږلو پر مهال له دوی غوښتي، چې خپلې چارې په رښتینې ډول تر سره کړي.: «هڅه مو دا ده چې په کور دننه او بهر ټول هېوادوال په اسانۍ سره برېښنايي پېژندپاڼې تر لاسه او له گټو یې برخمن شي.

    د دې وېش څانگې فعالېدل په یاده برخه کې مهم ګام دی او د دې پېژندپاڼو د وېش لړۍ پراختیا ته زموږ ژمنیتا ده.»

    د یادولو وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د بهرنیو چارو وزارت سره په بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو د هویت د تثبیت او د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش، له وېش وروسته خدمتونو، زېږون کارتونو او د مړینې د پارچو د وېش په تړاو د تېر ۱۴۰۲ لمریز کال د سلواغې په ۴مه نېټه هوکړه‌لیک لاسلیک کړی و، چې پر اساس به یې په نږدې راتلونکي کې په ایران او ځينې نورو هېوادونو کې هم د دې برېښنايي پېژندپاڼو وېش څانگې فعالې شي

    مخکینۍ مقالهسعودي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي
    راتلونکي مقاله کابل کې د شراب جوړولو یوه کارخونه له منځه وړل شوې

    مربوطه لیکنې

    د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د سختو اورښتونو اټکل شوی

    21 مارچ 2026

    د پاکستان پوځي رژیم له خوا د اوربند نقض؛ کونړ کې یې افغان روغتیاپالان په نښه کړي

    19 مارچ 2026

    د مصر الازهر پوهنتون کابل کې د روږدو پر روغتون د پاکستاني رژيم بريد ښکاره جنايت بللی

    18 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 21 مارچ 2026

    له ایران سره روانه جګړه کې تر ۴زره ډېر صهیونیستان ټپیان شوي

    الجزیرې خبري شبکې د صهیونیستي رژیم روغتیا وزارت له قوله ویلي، چې د ایران پر…

    د ایران د پخواني مذهبي مشر سلاکار، علي اکبر ولایتي: د ایران جګړې له پای‌ته رسېدو وروسته به نړۍ په څو قطبونو ووېشل شي

    21 مارچ 2026

    ټرمپ د ۳۰ ورځو لپاره د ایران پر نفتو بندیزونه لرې کړي

    21 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    له ایران سره روانه جګړه کې تر ۴زره ډېر صهیونیستان ټپیان شوي

    21 مارچ 2026

    د ایران د پخواني مذهبي مشر سلاکار، علي اکبر ولایتي: د ایران جګړې له پای‌ته رسېدو وروسته به نړۍ په څو قطبونو ووېشل شي

    21 مارچ 2026

    ټرمپ د ۳۰ ورځو لپاره د ایران پر نفتو بندیزونه لرې کړي

    21 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،125 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،148 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.