Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور
    تورې څېرې

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    صابر افغانصابر افغان9 مې 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    مقاومت جبهه د تېر په څېر دا ځل هم د نابودۍ په لور روانه ده، که د همدې جبهې تشکیلاتي اړخ ته ځیر شو، هماغه د پرون ورځې جنګ سالاران او تورې څهرې یې په رأس کې دي، کوم چې افغان ملت له پخوا استفراق کړې دي، دوی هر وخت د واک او مادیاتو لاسته راوړلو لپاره په خپل منځ کې ټوټه، ټوټه شوي، د یو او بل پر غاړو تر چړو ایښودلو آن تر پټو او مرموزو وژنو یې داستانونه تاریخي مخینه لري، د همدې ډول حالاتو د منځ ته راتګ ځینې مشخص لاملونه دي، ښه ده چې په وخت او موقع سره دا لاملونه روښانه شي او ځوان نسل او ملت ترې خبر شي؛ د مادیاتو او قدرت لاسته راوړل د مقاومتیانو ترمنځ تر نورو برجسته او مهم عامل یادولی شو.

    په مقاومت جبهه کې چې کوم افراد را ټول شوي، د مظلومو او بې ګناه افغانانو قاتلین دي، تاریخ شاهد دی چې دوی د مادیاتو په بدل کې هېواد کنډر کنډر کړ، زیات شمېر افغانان یې بې ځایه کړل، ملي شتمنۍ یې چور او تالان کړې، د افغان او افغانیت له کلمې منکر شول، کابل یې لوټې، لوټې کړ او د وینو ویالې یې پکې وبهولې، دوی دا مردود اعمال د مادياتو لاسته راوړلو په خاطر وکړل.

    د مقاومت جبهې مشران او غړي د واک او قدرت زیات تږي دي، صرف چې دوی ته واک او قدرت په لاس ورشي، نور هر څه ترې قربانوي، عزت او ابرو ورته د واک په بدل کې هېڅ ښکاري، وطن پلورنه، خیانت او انسان وژنه یې په تاریخ کې څرګند شوم اعمال دي، د قوم، نژاد او سمت په نومونو یې څو کاله افغانان سره وجنګول او په پایله کې یې د ګټې په توګه قدرت او اقتدار ترلاسه کړ، د واک په سر یې زیاتې ناندرۍ وکړې، په پټه او ښکاره یې اختلافات را برسیره شول، د واک او قدرت په دومره اندازه مین او شوقیان دي چې د لاسته راوړلو لپاره یې د خپلې ډلې، قوم، نژاد او سمت مخور کسان په مرموز ډول ووژل، د خپلې ډلې یعنې په شمال کې مېشتې متحدي جبهې/ ټلوالې بنسټګرو خپل ژوند پکې له لاسه ورکړ.

    د ټلوالې پاتې شونو د اقتدار په سر خپل تېر تاریخ یو ځل بیا را ژوندی کړی، د دوی د تېر تاریخ په دوام د خپلو اختلافاتو لړۍ په زور سره روانه ده، کله چې مسعود له صحنې څخه حذف شو، د ټلوالې زیات واک د محمد قسیم فهیم په لاس کې شو، فهیم له مخکې د قدرت د ترلاسه کولو لپاره خوبونه لیدل؛ دا یې وخت و چې واک او قدرت په لاس ورغلی، ښه په جوش کې و، بل خوا خبر نه و چې غچ به ترې اخېستل کېږي، هغه متل دی وایي «څه چې کرې هغه به رېبې»، خو د قدرت نشه یې زیاته شوې وه. داسې ویل کېږي چې مسعود د کورنۍ ارادې ورته خرابې شوې وې، ځکه دوی مشاهده کول چې فهیم اقتدار تنها ګونډه کړی و.

    حالات بدل شول، د شمالي ټلوالې د جنګ سالارانو تر منځ د مادیاتو او قدرت په سر چې سیالي له مخکې پیل شوې وه، انجام یې زیات تریخ جن و، په خپل منځ کې یې د یو بل د ترور او حذف کېدو پلانونه نیول، له ټلوالې بېرون به بیا ټولو سترګې برګې برګې کولې، هر وخت به له اسلامیت، وطني مینې او افغان له کلمې سره په جنګ وو، وروسته خبره د فهیم تر ناڅاپي مرګ را ورسېده.

    فهیم ووژل شو، خو علت یې معلوم نشو، چې څنګه او چیرته!؟ د فهیم ناڅاپي مرګ په پراخه کچه تحلیل شو، ځینو ویل چې د مسعود د کورنۍ له خوا حذف شو، ځینو ویل چې کرزي حذف کړ، ځینو ویل چې امریکایانو حذف کړ، خو زیات امکان دا و چې د خپل منځي اختلافاتو ښکار شو؛ دا شخص د تل لپاره له صحنې حذف کړای شو، بیرته د مسعود کورنۍ، خصوصاً ورور او زوی یې احمد مسعود ته د ټلوالې ګدۍ په لاس ورغله او ترمنځ یې شته جاسوسان هم خلاصي تڼۍ ګرځېدل.

    هماغه کیسه نن هم د همدې جنګ سالارانو په منځ کې روانه ده، امرالله صالح او د مسعود زوی احمد مسعود د یو بل مرګ ته چړې تېرې کوي، د پیسو لوږې، د قدرت نشې او بغض په مخه کړي، د مادیاتو پر سر د یو بل په مرګ مارچې سره وهي؛ سیاف او محقق بیا د لوبغاړو په څېر په منځ کې ګرځي، کله یو هېواد ته منډه کړي کله بل هېواد ته، خپلې هېواد ضد ارادې ورسره شریکوي او اجراآت ترې غواړي.

    د نتیجه ګیرۍ په توګه ویلی شو، چې د مادیاتو او قدرت لاسته راوړلو په خاطر د اوسني مقاومت په نوم چې کوم پخواني او اوسني خام فکره جنګ سالاران را ټول شوي، د افغان خاورې او افغانانو په وړاندې یې د مقاومت لار نیولې، د دوی بنسټ له اختلافاتو ایښودل شوی، دوی هغه څوک دي چې د قدرت او مادیاتو لاسته راوړلو لپاره یې کابل لوټې، لوټې کړ.

    اوس هم د مقاومت په نوم هېواد ضد دسیسه جوړه شوې ده، یوازینی هدف یې د مادیاتو او قدرت لاسته راوړل دي، خو اختلافات یې اوج ته رسېدلي، په منځ کې یې د یو بل له منځه وړلو طرحې جوړیږي، د بهرنیو استخباراتو له خوا په ورکړل شویو پیسو باندې یې ناندرۍ زیاتې شوې دي، چې دا ټول یې د ټوټه کېدو خوا ته وړي.

    د مقاومت جبهې یو مهم غړی محمد سمیر اندرابي په ایران کې د خپل منځي اختلافاتو له امله له صحنې حذف شوی و، تحلیلګران په دې آند دي چې ښايي نوموړی د خپلو نږدې ملګرو له خوا وژل شوی وي، ځکه په دې وروستیو کې د مقاومتي جنګ سالارانو ترمنځ اختلافاتو زور اخېستی او د امرالله صالح له خوا د نوي جبهې د رامنځ ته کېدو پر سر هم د افرادو جلا کېدو او جبهې د ویشل کېدو زور اخیستی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی
    راتلونکي مقاله شاه محمود مياخېل خنجاني ته په ځواب کې: مقاومت جبهه لکه بې حاصله ځمکه نه پخوا ملي وه او نه اوس ملي ده

    مربوطه لیکنې

    د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه

    23 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 23 جون 2025

    د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه

    د پرځېدلي جمهوریت لوموړی مرستیال او د سي آی اې پخوانی جاسوس امرالله صالح، نه…

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه

    23 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.