د تش په نوم مقاومت جبهې د مخکني غړي حامد سیفي په مشرۍ د آزادۍ(!) او عدالت(!) په نوم نوی نهضت رامنځته شوی؛ د دغه نهضت رامنځته کولو یو ځل بیا ثابته کړه چې د افغان حکومت مخالفین د یوې واحدې طرحې او لوی هدف پر ځای، په شخصي اغراضو او خپل منځي اختلافاتو کې ډوب دي. دا تازه انشعاب په داسې حال کې رامنځته شوی چې دوی په عملي ډګر کې هیڅ محسوس حضور نه لري، خو یوازې یې تر دې مهاله د مقاومت جبهې تر چتر لاندې په ځینو انلاین ناستو کې له اروپايي هېوادونو خورا ستر شعارونه ورکول.

په مقاومت جبهه کې دا لومړنی انشعاب نه دی چې له ډلې یې مهم اشخاص جلا کېږي او جلا ډله اعلانوي؛ له ورته انشعابونو سره هر ځل د مقاومت جبهې لومړۍ درجه کړۍ ماتېږي او دغه ډله لا نوره منزوي کېږي. د افغان حکومت د مخالفو ډلو دغه تیت او پرک حالت، د هغو پخوانیو جنګ سالارانو د تنظیمونو تاریخ تازه کوي چې افغانستان یې د ثور د ۸مې له بریا وروسته د شخصي اغراضو لپاره د تباهۍ سره مخ کړی و. اوس هم چې هر کس له یوې جبهې مرور شي، سمدستي یو نوی نوم اعلانوي او نوې تګلاره ټاکي، پرته له دې چې په میداني واقعیتونو کې کوم بدلون راولي او اغېزمن واوسي.

د احمد مسعود له ډلې د حامد سیفي بېلتون دا پیغام ورکوي چې دغه جبهې د خپلو نږدې کسانو د ساتلو ظرفیت هم نه لري، نو ځکه یې مات شوی ځواک د نویو نومونو تر پردې لاندې لا نور هم شیندل کېږي. دا نوي رامنځته شوي کاغذي نهضتونه او ډلې یوازې په ټولنیزو رسنیو کې فعالیت لري او له هماغه ځایه د آزادۍ(!) چیغې وهي. د دوی د اعلامیو متنونه چې له لوړو شعارونو ډک وي، د دوی له عملي ناتوانۍ سره هیڅ سر نه خوري.

د مخالفینو ترمنځ دغه پراخ اختلافات او د نویو ډلو ایجاد، د هغوی سیاسي اعتبار په نړیواله کچه صفر ته ښکته کړی دی. نړۍ نور د افغان حکومت په وړاندې هغه چا ته د بدیل په سترګه نه ګوري چې په خپل منځ کې د واک او شهرت پر سر په جګړه بوخت وي او سمتي ډلې رامنځته کوي. دا انشعابونه د دې پر ځای چې د افغانستان لپاره ګواښ وي، واقعي افغانانو ته ډاډ ورکوي چې مخالفین یې دومره پاشلي او کمزوري دي چې د یو بل په ماتولو کې تر بل هر چا مخکې دي.

د حامد سیفي د نوي نهضت اعلان د مقاومت د ادعا کوونکو لپاره یو بل سیاسي شرم هم بللی شو. دا لړۍ ښیي چې د دوی مشران د ولس د برخلیک پر ځای د خپلو شخصي امتیازاتو او د ډلو د زیاتولو په فکر کې دي، ترڅو له بهرنیانو د آشوب په بدل کې پیسې ترلاسه او شخصي پانګې ځواکمنې کړي، خو دا چاره هم اوس یو خیال دی. تر څو چې دغه ډلې د انشعابونو کوربه وي، برخلیک به یې هم یوازې د ټولنیزو پاڼو تر کچې محدود وي او د افغانستان په سیاسي معادله کې به هیڅکله هم د یو جدي او ګواښوونکي ځواک په توګه را څرګند نه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version