Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»په مقاومت جبهه کې د قدرت پر سر جګړه؛ د رهبرانو او قوماندانانو ترمنځ اختلافات
    تورې څېرې

    په مقاومت جبهه کې د قدرت پر سر جګړه؛ د رهبرانو او قوماندانانو ترمنځ اختلافات

    صابر افغانصابر افغان11 اپریل 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په هېواد کې د سیاسي ګوندونو او حرکتونو د پیدایښت له لومړۍ ورځې نیولې بیا د جمهوریت تر پرځېدو پورې، د سیاسي جبهو ترمنځ ټکر او اختلافات یوه عادي چاره ګرځېدلې، د دې په ځای چې د خلکو د چوپړ او عامه ګټو د خونديتوب ادرس واوسي، ډېر ځله د قدرت غوښتنې، نه ختمېدونکو سیالیو او خپلو(شخصي) مخالفینو د ځپلو په په ډګر بدلې شوې دي.

    دې ماتې خوړلو حزبونو او سیاسي جریانونو د جمهوریت له ړنګېدو وروسته، نه یواځې د طالبانو پر وړاندې د یووالي توان ونه‌ لاره، بلکې اوس یې د جبهو دننه، د مشرانو او غړو ترمنځ ژور درزونه او اختلافات راپیدا شوي دي.

    په مقاومت جبهه کې له لومړۍ درجې مشرانو نیولې تر عادي غړو پورې، د ټولو ترمنځ د اختلاف او بې‌ باورۍ فضا خپره ده او دا درزونه ورځ تر بلې ژورېږي. د وخت په تیرېدو سره، د دوی خپل منځي ټکرونه او اختلافات نه‌ یواځې له منځه نه‌ دي تللي، بلکې هره ورځ نوره وده کوي او پراخېږي.

    خو د مقاومت جبهې د مشرانو او دعوه دارانو ترمنځ دا جنجالونه تر ډېره د شخصي ګټو پر بنسټ ولاړ دي. کله چې د دوی شخصي ګټي له ګواښ سره مخ شي، پر یو او بل بریدونه کوي او کله ناکله د یو او بل اصلي څهرې رسوا کوي.

    څو ورځې وړاندې هندوکش غږ د مقاومت جبهې په رهبرۍ کې د امرالله صالح او احمد مسعود ترمنځ له ژورو اختلافاتو پورته کړه. تر دې کچې چې د راپور پر بنسټ، ترمنځ یې تُندې او ستوغې ناندرۍ هم راغلې وې.

    د اختلافاتو د لړۍ په دوام، هندوکش غږ د مقاومت جبهې د یوه ایران مېشتي قوماندان، اکرام‌ الدین سریع غږیز کلیپ ترلاسه کړی چې د جبهې د غړو ترمنځ تُند او جنجالي بحثونه پکې کېږي.

    دا اختلافات دومره جدي دي چې حتی یو او بل ته د فزیکي حذف او له منځ وړلو ګواښونه هم کوي، سره له دې چې په دروغجنو شعارونو سره د طالبانو په وړاندې مبارزه کې د یووالي او همغږۍ چیغې وهي.

    په دې غږیز کلیپ کې اکرام‌ الدین سریع، د جبهې یو بل غړی د فضل‌ الربي رحماني په نوم چې مستعار نوم یې «مبارز» ښيي، په ډیرو تُوندو او له سپکاوي ډکو ټکو سره یادوي.

    اکرام الدین سریع خپلو پلویانو ته وايي چې مبارز ووهئ، څو نورو ته عبرت شي. سریع وايي: «ټولو ته وایم، چېرې مو چې مبارز ولید، لس څپېړې په مخ، مخ ورکړئ چې چوپ شي.»

    پر دې اختلافاتو سربېره، د سریع له خبرو داسې څرګندیږي چې د ایراني چارواکو له انکار سره سره، لا هم د مقاومت جبهې غړي په ایران کې فعالیت لري.

    اوس چې غرب، په ځانګړي ډول امریکا د سرپرست حکومت د مخالفینو له ملاتړ څخه لاسونه مینځلي، داسې ښکاري چې اوس دوی ته یواځې د ایران او پاکستان غلامي ورپاتې، له دې لارې هڅه کوي چې خیالي مقاومت یې څو ورځې نورې هم خپلې ګټې تأمین کړي.

    د مقاومت جبهې اوسنی ګډوډ حالت د دې ښکارنديي کوي چې دا جبهه د له منځه تلو په حالت کې ده. نه یواځې انسجام او یو واحد مشرتابه نه لري، بلکې تر ډېره یو مؤقتي او د خپلو ګټو په غم کې ستړي اشر ته ورته ده، د یوه ملي، ژمن او منسجم حرکت څرک نه پکې لیدل کېږي.

    وروستیو پېښو ته په پام، په اسانۍ سره دې پایلې ته رسېدلی شو، چې مقاومت جبهه له طالبانو سره د رښتینې مبارزې پر ځای، په خپل منځي ناندریو، دښمنیو او شخصي سیالیو کې ښکېله ده، هره ورځ یې یوه نوې خپل منځي شخړه راټوکېږي او تر موږ رارسیږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبلوچستان کې د ناپېژانده وسله‌والو په برید کې څلور پاکستاني پوځیان هلاک شوي
    راتلونکي مقاله د کډوالو چارو وزير د بريټانيا له شارژدافير سره د افغان کډوالو او بشري مرستو په اړه خبرې کړي

    مربوطه لیکنې

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    9 مې 2025

    د سویس جنجالي طرحه؛ د سرپرست حکومت د مخالفینو په لیکو کې نوی درز!

    8 مې 2025

    مقاومت جبهه؛ د یرغل او جګړې پلوې ډله، د ملي وحدت ضد دریځ لري

    8 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 9 مې 2025

    شاه محمود مياخېل خنجاني ته په ځواب کې: مقاومت جبهه لکه بې حاصله ځمکه نه پخوا ملي وه او نه اوس ملي ده

    د پرځېدلي جمهوريت پرمهال د دفاع وزير شاه محمود مياخېل د باګرام هډې‌ په اړه…

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    9 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    شاه محمود مياخېل خنجاني ته په ځواب کې: مقاومت جبهه لکه بې حاصله ځمکه نه پخوا ملي وه او نه اوس ملي ده

    9 مې 2025

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    9 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،928 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،860 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،847 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.