د مقاومت په نامه خیالي جبهه چې د ٢٠٢١ میلادي کال په اګست میاشت کې وروسته له هغې چې سرپرست حکومت د هېواد پلازمینه کابل ښار په بشپړ ډول تر خپل کنټرول لاندې راووست، د احمد مسعود په مشرۍ رامنځ ته شوه.
یاده جبهه وخت ناوخت په هېواد کې د سرپرست حکومت په وړاندې د بریدونو خبرداری ورکوي، خو حکومتي چارواکي، د ټولنیزو رسنیو کاروونکي او نور هېوادوال دا بریدونه تش افوهات او د مقاومت جبهې خیالي ادعاوې ګڼي.
په دې وروستیو کې د یادې جبهې د خپل منځي اختلافاتو په تړاو هندوکش غږ په پراخه کچه خبرونه، غږیز کلیپونه او اسناد خپاره کړل. له یادو اسنادو او غږیز کلیپونو جوتیږي چې د مقاومت جبهې پر مشرۍ د احمد مسعود او امر الله صالح ترمنځ ژور اختلاف او ناندرۍ رامنځ ته شوې دي او ورځ تر بلې په پراخه کچه رشد کوي.
پر دې سربېره څه وخت وړاندې بي بي سي نړۍوالې رسنۍ ته هم د مقاومت په نوم جبهې څخه یوې سرچینې تائید کړې وه چې د احمد مسعود په مشرۍ دا ډله د خپل منځي اختلافاتو له کبله د پاشل کېدو له ګواښ سره مخ ده.
د بي بي سي د سرچینې په وینا مقاومت جبهه له ډېره وخته له یوې خوا د جبهې د مشر د کورنۍ له خوا پر دغه ډلې د واک له نیوکې او له بلې خوا د فساد له ننګونو سره لاس او ګرېوان ده.
په تاجکستان کې د امرالله صالح په مشرۍ د ظاهر اغبر، غلام بهاء الدين جيلاني او ایوب سالنګي پټې غونډې چې په یاد هېواد کې یې د جبهې له یو شمېر نورو نا راضه غړو سره ترسره کړي وې او له اوږدو بحثونو وروسته په دې توافق رسېدلي وو، چې له مقاومت جبهې څخه خپله لاره جدا کړي او د امرالله صالح په مشرۍ يوه نوې جبهه پرانېزي د همدې اختلافاتو او شخصي رقابتونو پایلې یادولی شو.
دغه راز څو ورځې وړاندې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د جبهې په خپل منځي مجلس کې د يادې جبهې مشر احمد مسعود او امرالله صالح ترمنځ چې د يادې جبهې غړيتوب هم لري؛ د روند سبز په نامه د یوه بل خیالي غورځنګ په رامنځ ته کولو لفظي شخړه او یو بل ته شدید متازع الفاظ کارول د دوی ترمنځ د ژورو اختلافاتو څرګندونه کوي.
په دې سربېره په ایران هېواد کې د مقاومت په نوم ډلې د یوه قوماندان اکرام الدین سریع غږیز کلیپ چې څو ورځې وړاندې هندوکش غږ خپور کړی و او پکې د دې ډلې د کسانو ترمنځ شدید اخ و ډب او سختې سپکې سپورې ویل شوي وې، آن تر دې چې د دوی ترمنځ د یو او بل د فزیکې محوې لپاره اخطارونه پکې تبادله شوي وو، هم د دوی ترمنځ د اختلافاتو ښکارندویي کوي.
داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې د اتریش هېواد په پلازمینه ویانا کې د مقاومت جبهې د رهبرۍ غړو د دې پر ځای چې د افغان حکومت په وړاندې یو واحد دریځ ونیسي، د پردو شاته یې د خپلو اختلافاتو او ناندریو په حل او فصل بحثونه ترسره کړي دي.
سیاسي شنونکي د مقاومت په نوم جبهې ترمنځ د روانو ناندریو او اختلافاتو عوامل له خارجي استخباراتي سازمانونو څخه د ترلاسه کېدونکو پيسو وېش، نړۍوال امتيازات، موقفونه او انحصاري سياستونه ګڼي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.