Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»په مقاومت جبهه کې نوي اختلافات؛ امرالله صالح د نوې جبهې د تشکيل په لټه کې دی
    راز

    په مقاومت جبهه کې نوي اختلافات؛ امرالله صالح د نوې جبهې د تشکيل په لټه کې دی

    صابر افغانصابر افغان27 نوومبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    هندوکش‌غږ معلومات ترلاسه کړي، چې امرالله صالح غواړي د مقاومت له جبهې خپله لاره جلا او يوه نوې جبهه رامنځته کړي.

    د يادو مؤثقو معلوماتو په اساس امرالله صالح په تیرو ورځو کې په تاجکستان کې ظاهر اغبر، غلام بهاء الدين جيلاني او ایوب سالنګي په شمول د مقاومت جبهې له ځينو نورو ناراضو کسانو سره غونډه کړې ده او له اوږدو بحثونو وروسته يې په دې توافق کړی دی چې د مقاومت جبهې څخه خپله لاره جدا کړي او د امرالله صالح په مشرۍ يوه نوې جبهه پرانېزي.

    د سرچينې د معلوماتو په اساس، دوی د احمد مسعود د ټيم او د احمد د خانداني جبهې له ځان غوښتنو، تکبر او شهرت پرستۍ ناراضه دي؛ دوی په احمد مسعود او ټيم يې دا انتقاد هم کوي چې له ځينو بهرنيو هیوادونو څخه مرستې اخلي خو يواځې په خپله نږدې حلقه او محدودو کسانو يې ويشي.

    دغه مؤثق معلومات ښيي چې امرالله صالح په دې نوې جبهه کې په نظر کې لري چې غلام بهاءالدين جيلاني د پروان د والي په توګه او ايوب سالنګي د شمالي په سطحه مسؤول وټاکي؛ دغه راز دی په پلان کې لري چې حاجي الماس ذاهد د شمالي شوری په نوم له ځان سره يو ځای کړي.

    د هندوکش غږ د معلوماتو په اساس، امرالله صالح خپل زياتره کارونه د ظاهر اغبر له لارې ترسره او همغږي کوي.

    د شنونکو په باور، د مقاومت او نورو په نوم جبهاتو په منځ کې اختلافات ورځ تر بلې په زياتېدو دي او دوی نشي کولای د ځان غوښتنو، امتيازاتو او د خارجي استخباراتي سازمانونو د مرستو په تقسیم او تمويل يو له بل سره جوړ شي چې له همدې امله ډيری خارجی استخباراتي سازمانونه اوس د موجوده جبهاتو د حمايې پر ځای د نویو جبهاتو د رامنځته کولو او تمويل په لټه کې دي.

    صالح په جاسوسۍ کې اوږده مخینه لري او وخت به یې ثابته کړي چې څومره به د بهرنیو استخباراتي سازمانونو باور راخپل کړي او له احمد مسعود څخه به مخکې شي.

    د یادونې وړ ده؛ کله چې دغه موضوع بهر ته ووتله او خلک ترې خبر شول، نو ظاهر اغبر د غبرګونونو او حساسیتونو له وېرې د وضاحت په ډول لیکنه وکړه؛ خو حقیقت دا دی چې د جبهې مقدماتي مراحل طی شوي او زیاتره چارې د ظاهر اغبر د دفتر له لارې تنظیمېږي.

    مخکینۍ مقالهننګرهار کې د دوو قومونو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوې
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.

    مربوطه لیکنې

    اسرائيل، ايران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د افغانستان له تښتېدلو مخالفينو استفاده کوي

    17 جون 2025

    له مقاومت شوری څخه د احمد مسعود حلقې بشپړ حذف؛ شوری هڅه کوي حضرت علي هم منزوي کړي

    3 جون 2025

    احمد مسعود د مشهد څخه د تهران پر لور؛ له رباني او نورو مشرانو سره د لیدنې تابیا نیسي

    19 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.