په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو څلور کاله تېر شوي، خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر څوکۍ او د افغانانو د استازیتوب په نوم داسې کس ناست دی، چې شاته نه دولت لري او نه ولس، نه صلاحیت او نه مسؤلیت، نه د افغانستان ملي ګټې پېژني او نه د افغان ولس علیا مصالح؛ په خپل سر لګیا دی، څه چې نور ورته وایي او یا یې د خپل مزاج سره سم راشي، هغه کوي او هغه وړاندې کوي. فایق د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د سیاسي او نورو معاملو له مخې هلته لېږل شوی، خو د کار له پیله تر اوسه یې د افغانستان او افغانانو په خیر او دفاع کې حتی یو مورد هم نه دی مطرح کړی، بلکې د خپلو شخصي او ګوندي ګټو په لټه کې د افغانستان په ارزښتونو او ولس ملنډې وهي.
نصیر احمد فایق د داسې چا لخوا او په داسې وخت کې هلته د سیاسي معاملې له مخې ولېږل شو، چې په خپله یې د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کاوه، بلکې د افغانستان د خلکو او ولس پر وړاندې یې له بهرنیانو سره په ګډه جګړه روانه کړه وه، ارزښتونه یې ورته پایمالول، وژل یې او په زندانونو کې یې اچول. فایق که ویښ وجدان او د مسؤلیت احساس درلودلی، نو د جمهوریت له پرځېدو سره سم به یې له دې څوکۍ ځان ګوښه کاوه، خو نوموړي نه یوازې دا چې دا کار و نه کړ، بلکې خپلې شخصي او ګوندي ګټې یې دومرې ورته مهمې وې، چې هلته یې عملاً د افغانستان د خلکو او ولس خلاف تبلیغاتي جګړه روانه ساتلې ده.
نوموړی چې د افغانستان له شته واقعیتونو او حقیقتونو یا ناخبره دی او یا هم په شعوري توګه دا کار کوي، نږدې هره میاشت یا دوې وروسته، د افغانستان د وضعیت په اړه هغه راپورونه او شایعات زمزمه کوي، چې د افغانستان د خلکو او خاورې نور ښکاره دښمنان یې پر نورو نړۍوالو سټېجونو وايي. کله د بشري حقونو په نوم، کله د جنسیتي تبعیض په نوم، کله د ترهګرۍ او کله د ټولګډونه حکومت په نوم شایعات خپروي، کټ مټ لکه د افغانستان نور دښمنان یې چې په نورو سټېجونو کې مطرح کوي. له بده مرغه ملګري ملتونه هم د خپلې ناخپلواکۍ او د امریکا او غربي هېوادونو د فرمایشونو له کبله په دې نه دي توانېدلي چې دا څوکۍ اصلي مالک ته وسپاري، هغه چا ته چې د افغانستان کړېدلی ولس پرې راټول دی، هغه چا ته چې د افغانستان دردېدلي ولس ته یې له لسیزو وروسته امنیت او سوکالي راوسته، هغه چې د افغانانو او افغانستان د ارزښتونو او ګټو په دفاع کې یې سرونه نذرانه کړل او کوي یې.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر څوکۍ د فایق اوسېدل له افغان ملت سره غداري او خیانت دی، هغه نه د چا استازی دی او نه هم د چا د استازولۍ ظرفیت او تعهد پکې شته. هغه چې څه وايي، له افغانستان او افغانانو سره هېڅ اړیکه نه لري او یوازې د هغه او هغو افغان ضد کړیو د نظر څرګندونه ده، چې د افغانستان له خلکو سره دښمني یې په فطرت کې نغښتې ده.
ملګرو ملتونو ته هم په کار ده چې د بې پرې توب اصل ته درناوی وکړي، د چا فشارونو او فرمایشونو ته تسلیم نه شي او هر څومره ژر چې کېدای شي، هغه څوکۍ په خپله افغانانو او د افغان ولس رښتینو استازو ته وسپاري، یا دې یې لږ تر لږه خالي پرېږدي او د افغان ولس او افغانستان ضد عناصرو ته دې نه سپاري. له دې پرته به دغه څه نه یوازې دا چې د ملګرو ملتونو بې پرې توب تر پوښتنې لاندې راولي، بلکې دا با د یاد سازمان په تاریخ کې یوه توره او له شرمه ډکه کارنامه وي چې راتلونکو نسلونو ته به په میراث پاتې کېږي.
افغانستان اوس نوي واقعیتونه تجربه کوي، افغانان اوس تر پخوا په متفاوت او ښه وضعیت کې دي، خپله استازولي د خپلو رښتینو استازو له لارې کولی شي، دوی خپل نظام لري، خپله جغرافیه لري، خپل ارزښتونه لري، خپلې ملي ګټې لري او د نړۍوالې ټولنې د یوه فعاله او مهم هېواد په توګه خپل غږ او نظر لري، چې باید له دغه دریځه یې د خپل رښتیني استازي له خولې نړۍ ته واوروي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


