Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»په منځني ختیځ کې روان کړکېچ او له شته ناخوالو د وتلو لار!
    منځنی ختیځ

    په منځني ختیځ کې روان کړکېچ او له شته ناخوالو د وتلو لار!

    صابر افغانصابر افغان4 اگست 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ایران په پلازمېنه تهران کې د فلسطین د اسلامي مقاومت یا حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه له ترور وروسته، په منځني ختیځ کې وضعیت ورځ تر بلې د یوې پراخې جګړې پر لور روان برېښي؛ ایران، اسرائیل د اسماعيل هنیه د ترور مسوول بولي او اسرائیل هم منلې چې دا کار دوی کړی دی؛ ایران خبرداری ورکړی، چې اسرائیل په دې کار سره (د دوی په وینا) سرې کرښې ماتې کړي او ژر به یې غچ واخلي.

    له بلې خوا په لبنان، سوریه، عراق او یمن کې د ایران له ملاتړه برخمنې وسله والې ډلې د تیارسي په حالت کې راغلي او ظاهراً ښکاري چې د ایران له خوا پر اسرائیل د کېدونکي برید سره به دوی هم خپل بریدونه پیل کړي؛ ایران او یادې نورې اسلامي مسلح ډلې پر اسرائیل د بریدونو لپاره تر ډېره توغندي او چاودېدونکې ډرون کاروي او د اسرائیل له خوا اشغال شوې ‎سیمې او پوځي اډې په نښه کوي.

    بل لور ته د امریکا په مشرۍ غربي هېوادونو برېټانیا، جرمني، فرانسې او ځینو عرب هېوادونو د ایران د برید او توغندیو د شنډولو لپاره چمتووالی ښودلی، سیمې ته یې الوتکې، جنګي بېړۍ او د هوايي دفاع پرمختللي سیستمونه استولي دي.

    امریکا د اسرائیل له ټولو جنایتونو، سرغړونو او وحشتونو سره سره، تل له دغه هېواده دفاع کړې او په دې برخه کې یې ان په غرب کې رامنځته شوي ارزښتونه، لکه ډيموکراسي، د بشر حقونه، نړیوال قوانین او ټول اصول تر پښو لاندې کړي او د اسرائیل دفاع ته یې کار ویلی دی.

    ایران به پر اسرائیل برید وکړي، خو دا برید به له دوو اړخونو اسرائیل ته ډېر تاوان ونه رسوي؛ له یوه اړخه امریکا او غرب اسرائیل په تر ټولو پرمختللې ټکنالوژۍ او وسلو سمبال کړی چې تر ډېره کولای شي ایراني توغندي او ډرون موخې ته تر رسېدو مخکې له منځه وړلی شي؛ له بلې خوا امریکا او نږدې ټول غرب تر اسرائیل راتاو دي او هلته یې جنګي بېړۍ، الوتکې او نورو د هوايي دفاع سیستمونه نصب کړي چې د تېر ځل په شان به دا ځل هم د ایران د برید مخه ونیسي؛ ښايي ځينې عرب هېوادونه لکه اردون او سعودي عربستان به هم د امریکا د خوشحالولو لپاره د ایران د برید په شنډولو کې ونډه واخلي.

    اصلي پوښتنه دا ده چې د اسرائیل پر وړاندې کومه وسیله رغنده او اغېزناکه ده؟ دې پوښتنې ته د ځواب لپاره لاندې څو لارې چارې کارنده دي.

    لومړی: اسرائیل په منځني ختیځ کې د امریکا، برېټانیا او په ټوله کې غرب سیوری دی؛ که همدا نن هم د دوی ملاتړ نه وي، اسرائیل ان یوه اونۍ هم په منځني ختیځ کې نه شي پاتې کېدلی، له همدې کبله د اسرائیل د شدیدې کمزورۍ او له منځه وړلو لپاره باید پر اصلي علتونو کار وشي؛ په لومړي قدم کې له سعودي عربستان، کویټ، عراق، سوریې، قطر، اردن او نورو عربي هېوادونو څخه امریکايي اډې و ایستل شي او په دې سره هلته امریکایي حضور وننګول شي.

    دوهم: د ترکیې په ګډون ټول اسلامي هېوادونه له اسرائیل سره هر ډول ښکاره او پټې معاملې پرېږدي، سفارتونه بند کړي، پر اسرائیل بندیزونه ولګوي، سوداګریزي راکړې ورکړې ورسره بندې کړي، ځمکنۍ، هوايي او سمندري لارې پر وتړي او دغه راز په هر دول اسرائیلي محصولاتو کلک بندیز ولګول شي.

    درېیم: د اسلامي نړۍ هېوادونه او سازمانونه یو ځل خپل تېر برم دبدبې ته وګوري؛ د غلامي توقونه له غاړۍ وباسي؛ دا ومني چې دوی له امریکا پرته هم ژوند کولای شي، هم یې هېواد ساتلی شي، هم یې اقتصاد ژغورلی شي.ښه بېلګه یې اوس د افغانستان اسلامي امارت دی، چې شل کاله یې له امریکا سره ډغرې ووهلې، ماتې یې ورکړه، اوس هم خپل وطن ساتي، هم یې اقتصاد رغولی او هم خپل واک او ځواک لري.

    څلورم: د پیاوړو اسلامي هېوادونو له ډلې یو نظامي سازمان جوړ شي؛ لکه څرنګه چې په غرب کې ناټو سازمان دی او په دغه راز روسیي د وارسا تړون جوړ کړی؛ اسلامي هېوادونو ته هم ښايي چې د غرب، اسرائیل او بل هر دښمن د مقابلې لپاره پیاوړی پوځ جوړ کړي چې د فلسطین، عراق، افغانستان په څېر نورو اسلامي هېوادونو ته د ګواښ د متوجه کېدو په صورت کې نظامي مداخله وکړي او پرې نه ږدي چې غرب پر مسلمانانو ظلمونه وکړي.

    پنځم: د اسلامي هېوادون د ګډ پوځ د جوړېدو په صورت کې هم د اسرائیل قضیه حل کېږي، هم فلسطین او نورې اسلامي خاورې ازادېږي او هم به مسلمانان په چټکۍ سره په نظامي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز لحاظ خپل تېر برم راژوندی کړي؛ اسلامي امت او اسلامي هېوادونه پراخې مالي، مادي، معنوي، انساني او هر اړخیزې سرچینې او پراخې جغرافیې لري.

    د اوسني وضعیت د مدیریت، په منځني ختیځ او نورو ځایونو کې د امریکا، غرب او اسرائیل د بدمعاشۍ د مخینوي او د اسلامي امت د سوکالۍ لپاره په اوس کې همدې څو بدلونونو ته اړتیا لیدل کېږي؛ له دې پرته به مو غرب، اسرائیل او نورو کفار هره ورځ ښکار کوي او موږ به د یو او بل له دفاع څخه ناتوانه یو او لاس تر زنې به ورته ناست یو.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد فلسطين ولس سره د غمشریکۍ او د شهيد هنيه روح ته دعا او ختم ترسره کېږي
    راتلونکي مقاله کابل ښاروالۍ ښار له غصب پاک او د ښار بڼه یې بدله کړې

    مربوطه لیکنې

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025

    پر اسرائیلو د ایران په تازه بریدونو کې ۴۵ کسان ټپیان شوي

    20 جون 2025

    د یمن حوثیان: اسرائیل ماتېدونکی رژیم دی او د دوام لپاره د امریکا ملاتړ ته اړتیا لري

    20 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    د ايران تسنيم اژانس خبر ورکړی، چې د اسرائیلو استخباراتي ادارې موساد ته د جاسوسۍ…

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025

    د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: ايران د خپلې دفاع لپاره ټول انتخابونه په اختيار کې لري

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025

    د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: ايران د خپلې دفاع لپاره ټول انتخابونه په اختيار کې لري

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،896 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،891 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.