لومړۍ برخه
عبدالرشید دوستم، هېواد پلورونکی د وطن دوستۍ په نقاب کې؛ افغانستان په تېرو څلوېښتو کلونو کې د ګڼ شمېر پېښو او حوادثو شاهد پاتې شوی، هغه پېښې چې ډیره برخه یې ترخې، ویرجنې او د خلکو په حافظه کې ترې تلپاتې بد یادګارونه پاتې شوي.
له شک پرته څلوېښت کلنې جګړې او نا امنۍ په داسې حال کې چې دا خاوره د نړۍوالو زبرځواکونو او د هغوی د څنګلورو اجیرانو د سیالیو ډګر و، په افغان ملت د کړاوونو او بدمرغیو فضا خوره کړې وه.
په دې موده کې له افغاني ټولنې ډیر کسان را پورته شول، یو شمېر په رښتینې توګه د خلکو په څنګ کې ودرېدل او د ملت لپاره سپر وګرځېدل، خو یو شمېر نورو له دې فرصت څخه ناوړه ګټه پورته کړه، د دین او وطن د دښمنانو په لښکر ورګډ شول، د غلامۍ د ذلت ځنځیر یې په غاړه کړ.
د شوروي اشغال او وروسته د امریکا او ناټو د حضور په کلونو کې له ډېرو پټو څهرو څخه نقاب لرې شو او هغه کسان رسوا شول چې ځانونه یې د خلکو خدمتګاران معرفي کول.
هغه مهال چې مخلص او با ایمانه افغان ملت د شوروي د لاسپوڅي رژیم له ظلم ستړی او تر پوزې راغلی، په تشو لاسونو یې د هغه وخت د زبرځواک لښکر پر وړاندې د مبارزې هوډ وکړ، یو شمېر نورو خپلې د خیانت څهرې پټې کړې، د مجاهد نقاب یې واغوست او د خلکو د دفاع چیغې یې پورته کړې.
ځینې بیا د خپلو شخصي ګټو تر زیانولو وړاندې د شوروي د اجیر رژیم په څنګ کې درېدلي او په ډیر څه کې یې مټ او وزر وو، د ملت په وړاندې یې په ډیرو سترو جنایتونو کې ونډه ورسره واخیستله.
له دې ډلې یو هم عبدالرشید دوستم و، هغه څوک چې نوم یې له وینو، خیانت او د پردیو له مزدورۍ سره تړل شوی. هغه څوک چې د افغان ولس د قیام پر مهال د سرو لښکرو تر څنګ ودرېد او د خپل هېواد د دفاع پر ځای د یرغلګرو په پوځي مټ بدل شو.
د دوستم بدرنګ ژوندلیک له هماغه پیل څخه له خیانت او مظلوم کُشۍ څخه ډک دی. دی هغو څوک دی چې همېشه یې د شرایطو په بدلېدو سره خپله بڼه بدله کړې ده، ځان یې د خلکو د مدافع په نوم وړاندې کړی؛ خو په حقیقت کې دوستم هېڅکله د هېواد او ولس په غم کې نه و. هغه ته یوازې قدرت، شتمني او خپله شخصي بقاء مهم وو او بس.
د هغه جنایتونه د شوروي تر همکارۍ پورې محدود نه دي پاتې شوي. وروسته له هغې هم د کورنیو جګړو په اصلي لوبغاړو کې و. هغه جګړې چې د ورانۍ، کډوالۍ او وینې تویولو له پلوه د اشغال تر کلونو کمې نه وې، یوازې یې توپیر دا و چې دا ځل دښمنان خپله د دې خاورې خلک وو.
په دې ټوله موده کې د دوستم تر قوماندې لاندې ځواکونو د خلکو په وژنه، د شتمنیو په لوټ، د کلیو او ښارونو په ورانولو او آن د ښځو او ماشومانو په ځورونه کې لاس درلوده. تر دې بریده چې د افغانستان د شمال د ډېری خلکو خاطرې لا هم د هغه له ظلمونو او تېریو سره تړلي دي؛ داسې تور داغونه چې هېڅکله به د تاریخ له پاڼو پاک نکړل شي.
دوستم په هر پړاو کې له پردیو اشغالګرو سره لاس یو کړی دی، په بېلابېلو نومونو او لقبونو یې له دین او ملت سره د ظلم او خیانت مسیر وهلی.
کله یې د روسانو په اوږه تکيه کړې، کله یې ځان پر امریکایانو پلورلی او کله هم د ناټو ملګری پاتې شوی. دا هر څه ښيي چې دوستم هېڅکله د هېواد خپلواکۍ او د ملت عزت ته وفادار نه و او په هر حالت کې د پردیو لاسپوڅی پاتې شوی.
ځکه خو اوس د دې وخت رارسېدلی چې د نوموړي اصلي څهره نوره هم بربنډه شي. د لیکنو په دې لړۍ کې هڅه کوو چې د عبدالرشید دوستم د خيانتونو او جنایتونو له هغو کارنامو څخه پرده پورته کړو چې له خیانت، جنایت او د پردیو له غلامۍ څخه ډکې دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.