نهمه برخه
لیکوال: اسماعیل یعقوبي
په افغانستان کې د جمهوري رژیم له واکمنېدو وروسته چې د امریکا په بشپړ ملاتړ رامنځ ته او واکمن شو، پخوانیو جنګسالارانو ته یو نوی فرصت په لاس ورغی چې د دې مظلوم ولس په وړاندې، په ظلم او جنایتونو کې یو له بل وړاندې شي، خپل جیبونه ډک کړي، بیت المال لوټ او د نه کابو کېدونکو زورواکو په څېر پر ولس هر ډول ظلم ترسره کړي.
له دې ډلې عبدالرشید دوستم چې د شوروي د اشغال او کورنیو جګړو پر مهال یې لاسونه د بېګناه انسانانو په وینو سره وو، لکه څنګه چې تمه ترې کېده، د جمهوریت پر مهال هم آرام نشو. څومره یې چې وس کېده له فساد او جنایت ېې دریغ و نه کړ، هېڅ داسې ناوړه عمل پاتې نشو چې دوستم ځان پکې ښکېل نه کړ.
د جمهوریت په شل کلنه دوره کې، سره له دې چې د نوموړي د ژور نفوذ له امله ډېر فساد او جنايتونه پټ وساتل شوه، خو د ده ناوړه اعمال دومره ډېر وو چې د پټولو له ټولو هڅو سره، سره بیا هم افشاء شول او ولس په ځپله د نوموړي ناوړه او ظالمانه اعمال په خپلو سترګو ولیدل.
د ملي شتمنیو لکه د حیرتانو بندر د عوایدو لوټل، د طبیعي سرچینو قاچاق او انحصار، د ځمکو غصب او د هغه ځای د اصلي وګړو بې کوره کول، د قومي او نژادي تعصباتو خپرول، وژنې، شکنجې او جنسي تېري د دوستم د شرموونکو کړنو یوازې یوه وړه برخه ده چې په راتلونکو برخو کې به بېل، بېل وڅېړل شي. ان شاءالله
له شک پرته بندرونه او ګمرکات د هر هېواد د اقتصاد د ودې او د پانګوالو د فعالیت لپاره حیاتي دروازې دي؛ خو په افغانستان کې د شل کلن جمهویت پر مهال دا مهم مرکزونه د جګړه مارانو په واک کې وو. په پراخ فساد سربېره، د ګمرکاتو قانوني عواید د څو بدنامو کسانو جېبونو ته ورتله.
د حیرتان بندر چې له ازبکستان سره پر پوله په بلخ ولایت کې موقعیت لري، د افغانستان له مهمو سوداګریزو بندرونو څخه دی چې هر کال په میلیاردونو افغانۍ عواید لري. د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله چې له منځنۍ آسیا سره د سوداګرۍ پر لاره پروت دی، تېر شل کلونه د هېواد په شمال کې د مالي فساد مرکزیت ګرځېدلی و.
عبدالرشید دوستم د دې بندر د منابعو د لوټ په برخه کې له تر ټولو مهمو څېرو څخه ګڼل کېږي. پر حیرتان بندر د ده ولکه له جمهوریت وړاندې تر ۱۹۸۰مې لسیزې پورې مخینه لري؛ هغه مهال دا بندر د «کوچني مسکو» په نوم یادېده. دوستم چې د شوروي اشغالګرو همکار و، د قاچاق د شبکو او د ګمرکونو د غیر رسمي کنټرول له لارې یې لویه شتمني ترلاسه کړه.
کله چې په ۲۰۰۱م کال کې جمهوریت رامنځته شو، دوستم د امریکايي اشغالګرو او د هغوی د متحدینو په ملاتړ یو ځل بیا واک ته ورسېد او پر شمال، په ځانګړي ډول حیرتان بندر یې خپله ولکه ټینګه کړه. له هماغه وخت را وروسته، د جمهوریت د بې کفایتۍ له امله، د حیرتان عواید چې باید د دولت خزانې ته تللي وای، ډیره برخه یې د دوستم او د هغه د نږدې کسانو جېبونو تلل.
د افغانستان د مالیې وزارت د ۲۰۱۴م کال د راپور له مخې، د حیرتان بندر کلنی عاید له ۲۵ میلیارده افغانیو ډیر و، خو د پراخ فساد له امله دا پیسې د بیت المال پر ځای د دوستم د مافیایي شبکو له لارې، د نوموړي د کسانو ترمنځ وېشل کېدې.
دغه شبکې یوازې د دوستم له وسلوالو قوماندانانو نه وې جوړې شوې، بلکې لوړپوړي چارواکي، د ګمرک مسؤلین او حتی د بلخ د ولایتي شورا غړي هم پکې شامل وو. هغوی د خپلو ونډو په بدل کې د دوستم په فساد سترګې پټولې او دا بندر چې د هېواد د اقتصاد د ودې او پرمختګ لپاره یو مهم بنسټ کارول کېدلی شوای، د لوټ او فساد په مرکز بدل شوی و.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.