Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه
    لیکني

    په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه

    عمران آغاعمران آغا27 اکتوبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لسمه برخه
    لیکوال: اسماعیل یعقوبي

    د جمهوریت بې کفایته ادارې په خپلې کمزورۍ سربېره، د جنګ سالارانو او د ځان ټاکلیو سیاسي ګوندونو د مشرانو لپاره د ګمرکاتو او بندرونو د غصب زمینه برابر کړې وه. دوستم هم له دې کمزورتیاوو څخه په ګټه اخیستو توانېدلی و چې په حیرتان بندر کې خپل نفوذ پراخ او د هغه وخت ګمرکي عواید په خپل لاس کې واخلي.

    د حیرتان بندر د مالي فساد اړخونه د «جګړې او سولې راپور ورکولو» مؤسسې (IWPR) په هغه راپور کې روښانه شوي چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو په شاوخوا کې خپور شوی. په دې راپور کې په ځانګړې توګه د «Dostum Denies Hoarding Customs Cash» تر سرلیک لاندې د بلخ د ګمرک د مدیر محمد رحیم خبرې راوړل شوې چې وايي: «د دوستم له اجازې پرته، په حیرتان کې هېڅ نه ترسره کېږي». جالبه دا چې دوستم یوازې یو ځل شاوخوا ۳۰۰ میلیونه افغانۍ د «حسن نیت» په نوم کابل ته لیږلې، خو نور ټول عواید ترې تم شول.

    په حیرتان کې د عوایدو د غصب په دسترخوان یوازې دوستم نه و ناست، بلکې له نوموړي سره دوه نور جنګ سالارانو(محمد محقق او عطاءمحمد نور) هم د دې فساد برخه وال وو. د اداري فساد په وړاندې د مبارزې عالي ادارې په ۱۳۹۱ل کال کې ادعا وکړه چې پنځه لویې د فساد دوسیې یې دې ادارې ته سپارلي دي، چې د دوستم، محقق او عطا محمد نور نومونه پکې راغلي. په دې دوسیو کې ویل شوي وو چې دې کسانو د ګمرګاتو عواید د خپلو تنظیمونو ترمنځ وېشلي.

    د ګمرکي عوایدو پر لوټلو سربېره، باج او رشوت اخیستل هم د دوستم د کسانو د جېب ډکولو دوه نورې لارې وې. د دوستم ځواکونه په دې دوره کې له سوداګرو او موټر چلونکو څخه په لويه اندازه رشوتونه غوښتل. د اداري فساد په وړاندې د مبارزې ادارې د ۲۰۱۸م کال د راپور له مخې، په حیرتان بندر کې سیستماتیکې باج ګیرۍ هر کال د افغانستان اقتصاد ته میلیونونه ډالر زیان رساوه. په هماغه کال کې د دوستم د ملاتړو له لوري د قیصاري د زنداني کېدو او له تبعید څخه د دوستم د راستنېدو لپاره د بندر موقت تړل کېدلو، افغانستان ته هره ورځ یو میلیون ډالر اقتصادي زیان رساوه.

    د حیرتانو بندر چې کولی یې شو د افغانستان د ملي اقتصاد د ملا د تیر په څېر رول اداء کړي، د عبدالرشید دوستم او د هغه د ملګرو د نفوذ او حرص په سیوري کې، د هېواد په تاریخ کې د فساد یو له تر ټولو تورو مرکزونو څخه و. د دوستم له لوري د ګمرکي عوایدو غصب، بډې او باج اخیستلو یوازې د افغانستان اقتصادي بنسټونه کمزوري نکړل، بلکې د جمهوریت مشروعیت یې هم ټکنی کړ.

    په دې ټوله موده کې نه یوازې د جمهوریت رژیم، بلکې امریکایي اشغالګرو هم د خپلو ګټو لپاره د دوستم په څېر بدنامو څهرو د فساد مخه و نه نیوله. په دې سربېره یې هره میاشت لویې پیسې هم ورته لیږلې. د معتبرو رسنیو د راپورونو له مخې، په ځانګړې توګه په ۲۰۲۳م کال کې د رولینګ سټون مجلې په یوه مرکه کې ویل شوي، چې د امریکا متحده ایالاتو(د غرب د استازي هېواد په توګه)، د افغانستان پخواني مارشال او د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم ته د میاشتې ۱۰۰ زره ډالر ورکول.

    د حیرتان بندر سرنوشت د هغه رژیم د پاشلتیا یوه څرګنده نمونه وه چې ملت ته د خدمت په ځای، د جنګ سالارانو ترمنځ د سیالۍ او لوټ په ډګر بدل شوی و. په داسې حال کې چې افغانان د بې وزلۍ، بې‌ کارۍ او نا امنۍ له لاسه ځورېدل، په شمال کې د واک پر ګدۍ ناستو واکمنانو د خلکو له وینو څخه لوړې ماڼۍ او خارجي بانکي حسابونه جوړ کړل. حیرتان یوازې یو سوداګریز بندر نه، بلکې د جمهوریت د اصلي څهرې هغه انځور و چې فساد او بې عدالتي اوج ته پکې رسېدلې وه.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد امریکا شمالي کارولینا ایالت کې وسله‌وال برید ۱۵ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې
    راتلونکي مقاله بي‌اېل‌اې: په دوه جلا بریدونو کې مو د پاکستان پوځي رژیم پنځه عسکر هلاک او ټپیان کړي

    مربوطه لیکنې

    د افغانانو د یووالي په وړاندې د مخالفینو دسیسې

    26 اکتوبر 2025

    د هېواد د حاکمیت نقض؛ د پاکستاني رژیم او مخالفینو د اتحاد عوامل څه وو؟

    24 اکتوبر 2025

    د هېواد د حاکمیت نقض؛ د پاکستاني رژیم او مخالفینو د اتحاد عوامل څه وو؟

    24 اکتوبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 27 اکتوبر 2025

    بي‌اېل‌اې: په دوه جلا بریدونو کې مو د پاکستان پوځي رژیم پنځه عسکر هلاک او ټپیان کړي

    د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بي‌اېل‌اې) په یوه خبرپاڼه کې وایي، چې جنګیالیو یې په…

    په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه

    27 اکتوبر 2025

    د امریکا شمالي کارولینا ایالت کې وسله‌وال برید ۱۵ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    26 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بي‌اېل‌اې: په دوه جلا بریدونو کې مو د پاکستان پوځي رژیم پنځه عسکر هلاک او ټپیان کړي

    27 اکتوبر 2025

    په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه

    27 اکتوبر 2025

    د امریکا شمالي کارولینا ایالت کې وسله‌وال برید ۱۵ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    26 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،068 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،007 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،058 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.