Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه
    تورې څېرې

    په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه

    صابر افغانصابر افغان2 نوومبر 2025۱ څرگندون4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یوولسمه برخه

    که د افغانستان د هر یوه بدنام جنګ سالار ژوندلیک او کارنامو ته لنډه کتنه وشي، له دې سره سره چې د دوی د جنایتونو او بې‌ اندازې فساد د پټولو لپاره پراخې هڅې شوې، خو بیا هم د را برسېره کولو او ویلو لپاره ډیرې کیسې او حقایق شتون لري.

    د عبدالرشید دوستم د شرموونکو کړنو د افشاء کولو په دې لړۍ کې به د هغه جعلي مارشال له لوري د طبیعي زیرمو د قاچاق او انحصار موضوع وڅېړو، چا چې د نورو جنګ سالارانو ترڅنګ د خپل هېواد او ملت په وړاندې له هېڅ ډول خیانت او جرم څخه ډډه نده کړې، هر څه یې چې په وس پوره وو، د خپل جېب د ډکولو لپاره یې کارولي دي.

    د جوزجان ولایت، چې د عبدالرشید دوستم د زېږېدو ځای دی، د طبیعي ګازو او کاني زیرمو له اړخه د هېواد یو له بډایه ولایتونو څخه شمېرل کېږي. دوستم د خپلو وفادارو اجیرانو په ملاتړ، کلونه کلونه د دې زیرمو غیر رسمي کنټرول په لاس کې درلوده او د مافیايي کړیو له لارې یې د ګازو او کاني موادو ناقانونه استخراج انحصار کړی و.

    په دې تړاو ګڼ شمېر راپورونه څرګندوي چې نوموړي د حاصل‌ خېزو ځمکو، کاني سیمو او د ګازو د تأسیساتو د غصب او تصرف له لارې په ځایي اقتصاد ولکه ټینګه او له همدې لارې یې د پام وړ شتمني تر لاسه کړې وه.

    دوستم آن د سرو زرو په ناقانونه سوداګرۍ کې هم لاس درلوده، کوم چې کله نا کله د نشه‌ يي توکو په راکړه ورکړه کې هم کارېده. دې چارې نه یوازې د هېواد اقتصاد ته زیان ورساوه، بلکې نوموړي له خپلو واکونو په ناوړه استفادې سره د جمهوري رژیم په نړېدلو بنسټونو کې، د فساد د ځای پر ځای کولو په برخه کې هم مهم او کلیدي رول درلوده.

    د دوستم بله خلاف کاري د نشه‌ يي توکو او وسلو په قاچاق کې لاس درلودل وو. د باور وړ سرچینې وايي چې نوموړی د هېواد په شمال کې د نشه‌ يي توکو له «شهزادګانو» څخه شمېرل کېده؛ دوستم هغه څوک و چې له مزارشریف او جوزجان څخه د منځنۍ آسیا هېوادونو ته، په ځانګړې توګه تر ازبکستان او سمرقند پورې یې د هیرویینو د انتقال لاره په لاس کې وه.

    د وخت د رژیم پراخ فساد او بې‌ کفایتي د دې لامل شوې وه چې د دوستم تر ملاتړ لاندې د نشه‌ يي توکو کاروانونه له کومې تلاشۍ او نظارت پرته له پولو واوړي. د دې تر څنګ، د وسلو قاچاق هم د دوستم د مالي سرچینو له مهمو برخو څخه و، ترڅو د خپلو خصوصي اجیرانو او ملېشو لګښتونه ورباندې پوره کړي. دې تورې سوداګرۍ او د فساد بهیر نه یوازې دوستم ته د پام وړ ګټه ورسوله، بلکې د هېواد په شمال کې یې د نا امنۍ او بې‌ ثباتۍ لمنه هم پراخه کړه.

    د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش د دفتر (SIGAR) راپور چې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې خپور شوی، په څرګنده توګه پکې ویل شوي چې د هغه وخت پراخ فساد د افغانستان د دولت د ناکامۍ یو له بنسټیزو لاملونو څخه و. په راپور کې ټینګار شوی چې د دوستم په څېر د جنګ سالارانو له لوري د نشه‌ يي توکو قاچاق، د ځمکو غصب، د کاني زیرمو ناقانونه را ایستل او د طبیعي شتمنیو چور، د دولت بنسټونه له داخل څخه ضعیف او کمزوري کړي دي.

    د عبدالرشید دوستم غیرقانوني، فاسد او له خیانت څخه ډک فعالیتونه، د طبیعي زیرمو له انحصاره نیولې د نشه‌ يي توکو او وسلو تر قاچاق پورې، دا ټول نه یوازې د هغه اصلي څهره د یو بې‌ رحمه، فاسد او ځان‌ غوښتونکي سیاستوال په توګه بربنډوي، بلکې پر جنګ سالارانو د تکیې او فساد په پایله کې د جمهوریت د پرځېدلو څرنګوالی هم ترې روښانه کېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد خوست نادرشاه‌کوټ ولسوالۍ کې ۷۷ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
    راتلونکي مقاله نا معلومو وسله والو د ايران په زاهدان کې د ملي امنيت دوه کارکوونکي وژلي

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان د مهمو مسایلو په تړاو د مخالفینو بې منطقه نیوکې او تحلیلونه

    15 فبروري 2026

    ولې مخالفین د اپسټین په قضیه کې لوېدیځ ته میلان ښه انځوروي؟

    11 فبروري 2026

    د مخالفینو د لیدلوري ارزونه؛ له هند سره د اړیکو پایلې به څه وي؟

    28 جنوري 2026

    ۱ څرگندون

    1. شعیب بیان on 2 نوومبر 2025 5:17 AM

      ټول ستر حقايق دي ټول پوهيدل چې له عيش قاچاق قتل او له فساده يو ډک نظام وه بيا يې د دوستم په شان يو خره ته د مارشال لقب او رتبه هم ورکړي وه واک له کړۍ بهر وه دخلکو په سترګو کې خاورې پاشل وه بزکر به ديوې ګولې ډوډۍ لپاره بهر ووت ورک به شوه مياشت وروسته به يې جسد په کچه دانيو کې پیدا شوه زيرمي ،سره زر ،خاوره ،اوبه،هر څه کو پلورل شوي وه خو موږ هيڅ نشوای کولای ځکه دظلم او جبر کړۍ دومره کلکه وه که دهغوي ترمخ دي په تندي کې نښې راغلاي واي لا يې وژلې حق ترپښو لاندې شوي وه يا ربه موږ شکر ګزاره يو چې پاک محمدي اسلامي او شرعي نظام لرو خدای زموږ ټول ژوند تر همدې قیادت لاندي راوبښه

      Reply
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 24 فبروري 2026

    متقي پر افغان خاورې د پاکستاني رژیم بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو له مرستیالې سره خبرې کړي

    د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي د سياسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د…

    يوناما د پاکستاني رژيم بريد کې د ښځو او ماشومانو مرګ‌ژوبله تاييد کړې

    24 فبروري 2026

    مبهم دریځونه او ښکاره تړاوونه؛ سیاسي ډلې د ازموینې په ډګر کې

    22 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    متقي پر افغان خاورې د پاکستاني رژیم بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو له مرستیالې سره خبرې کړي

    24 فبروري 2026

    يوناما د پاکستاني رژيم بريد کې د ښځو او ماشومانو مرګ‌ژوبله تاييد کړې

    24 فبروري 2026

    مبهم دریځونه او ښکاره تړاوونه؛ سیاسي ډلې د ازموینې په ډګر کې

    22 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،108 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،061 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،121 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.