پنځلسمه او وروستۍ برخه
د عبدالرشید دوستم د بدنامو او له شرمه ډکو کارنامو د لړۍ وروستۍ برخې ته رسېږو؛ دا لړۍ که څه هم دلته پای ته رسېږي، خو د دوستم د ژوند د تورو پاڼو رانغاړل په څو مقالو کې نه، بلکې په څو ټوکه کتابونو کې هم شوني ندي.
دوستم هم د نورو جګړه مارانو په څېر د قومي شعارونو او تعصبونو په را پارولو سره وتوانېد چې ځان خپلو غربي بادارانو ته د یوې اغېزناکې څهرې په توګه ور وپېژني او له امتیازاتو یې ګټه پورته کړي، چې تر ټولو لوی امتیاز یې د هغو ټولو جرمونو او جنایتونو معافیت و، کوم چې ده ترسره کړي وو.
هو! دوستم سره له دې چې تر ټولو کرغېړن او ناوړه جنایتونه یې ترسره کړي وو، نه یوازې دا چې هېڅکله محاکمه نه شو، بلکې د زاړه او وراسته جمهوریت په وروستیو کلونو کې یې د هېواد د مارشال لقب هم تر لاسه کړ، هغه بې سواده مارشال چې آن په خپله یوه وینا کې یې په افغانستان کې وژل شوي امریکايي اشغالګر «شهیدان» وبلل!
د سیاسي سیالانو ځپل د جمهوریت د بدنامو جنګ سالارانو له بې توپیره ځانګړنو څخه و. دوی د خپل موقف د ټینګښت لپاره د خپلو سیالانو ډېرې وینې تویې کړې او آن له خپلو نږدې هم فکره او څنګلورو کسانو څخه هم تېر نه شول، په خپله دوستم هم په دې برخه کې اوږده او توره مخینه لري.
په احمد ایشچي سربېره، اکبر بای هم د همدې ځپونکو اقداماتو له قربانیانو څخه و. نوموړی چې د اوږدې مودې لپاره د دوستم له لویو متحدینو څخه شمېرل کېده، وروسته له هغې چې په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې یې د دوستم له هدفي وژنو پرده پورته کړه، د دوستم د شاوخوا پنځوسو ملېشو له لوري یې پر کور برید وشو، له زوی سره یې یو ځای څو شپې او ورځې د دوستم د ملېشو په بند کې تر شکنجو لاندې تېرې کړې.
د دوستم او د هغه د نورو څنګلورو دا ډول جنایتونه او قانون ماتونې تر هغې روانې وې چې بالاخره د جمهوریت فاسد رژیم را وپرځېده، د افغانستان خلک د دې بدنامو څهرو له ولکې خلاص شول او د نوي حاکمیت تر سیوري لاندې یې د عزتمن او باوقاره ژوند نوی باب پرانیست.
د دوستم په څېر کسان چې توره مخینه یې له ظلم او خیانت څخه ډکه وه، که څه هم د جمهوریت د پرځېدو په لومړیو ورځو کې یې د مقاومت شعارونه ورکول او غوښتل یې چې د خلکو په وینو ترلاسه شوې دنګې ماڼۍ او شتمنۍ وساتي، خو کله چې ولسي ملاتړ ترې واخیستل شو او ملت یې پر وړاندې ودرېد، له خپلو پوچو شعارونو سره سره، ډېر ژر تېښتې ته اړ شول او افغانستان یې پرېښود.
له هماغې ورځې وروسته عبدالرشید دوستم په ناغوښتل شوې جلا وطنۍ کې ژوند کوي او کله نا کله د افغان حکومت د مخالفینو په ناستو او غونډو کې راڅرګندېږي، یو له بل سره افغانستان ته د بېرته ستنېدو د نه رښتیا کېدونکي خوب او د چور او چپاول د دسترخوان د بیا غوړولو په اړه خبرې کوي.
په پایله کې ویلی شو چې د عبدالرشید دوستم بدنام ژوند لیک نه یوازې د یوه جګړه مار د ژوند انځور دی، بلکې د فساد، زورواکۍ او له افغان ملت سره د خیانت ښکارندویي هم کوي؛ هغه خیانت چې هېڅکله به د دې خاورې د خلکو له حافظې څخه ونه وځي.
دوستم چې یو وخت یې د قومي شعارونو او د بهرنیو ځواکونو د بې قید او شرط ملاتړ په مټ ځان اغېزناکه شخصیت باله، نن سبا د وینو، ظلم او تېري له ترخې او عبرتناکې خاطرې پرته، بل څه نه دي ورپاتې.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


