په هرات کې«د عالیست افغانیست» په نامه د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی دی.
د افغانستان د صنعت او سوداگرۍ وزارت وايي، د یاد نندارتون موخه کورنیو تولیداتو ته بازارموندنه ده.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه نندارتون کې ۹۵ غُرفې اېښودل شوي، چې پرون ترې له زرو ډېرو خلکو لیدنه کړې ده.
د هرات سوداگر او پانگهوال له ځايي مسوولینو غواړي، چې ورته نندارتونونه دې ډېر کړي، چې خلک له خپلو کورنیو تولیداتو خبر شي او د بهرنیو توکو پر ځای د هېواد کورني تولیدات واخلي.
د صنعت او سوداگرۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تر دې مهاله یې د کورنیو تولیداتو ته د بازارموندنې په موخه ۶ نندارتونونه بهر کې هم جوړ کړي دي او په راتلونکې کې هم په پلان کې لري چې ورته نندراتونونه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې جوړ کړي.
د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي د یاد نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې اوسمهال افغانستان د ۱۳۵ قلمه توکو په برخه کې پر ځای بسیا شوی او ۲۷۰ قلمه توکي له بهر واردوي.
په هېواد کې د ناسمو شرایطو له امله گڼ افغان پانگهوال او سوداگر اړ شوي وو، چې په بهرنیو هېوادونو کې پانگونه وکړي.
پرون ایراني رسنیو ویلي وو، چې په ایران کې تر ټولو ډېره پانگه اچونه افغان سوداگرو کړې ده.
اوسمهال په هېواد کې د بشپړ امنیت له برکته گڼ پانگهوال لېواله شوي، چې خپلې پانګې له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته راولېږدوي.