د هند د مدهیا پردیش ایالت په جبلپور کې د وسلو په يو فابریکه خامریا (OFK) کې زوروره چاودنه شوې ده.
د دې فابریکې په F-6 برخه کې د ۱۰۰۰ پونډه هوایی بم چاودنه شوې چې په پايله کې يې ۲ کاريګر وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي او څو تنه کاریګر نادرکه دي.
د راپورونو له مخې چاودنه د يو بم د ډکولو په مهال د هایدرولیک سیستم د خرابۍ له امله شوې ده.