د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، په هېواد کې یې د انټرنېټي ترافیک د خوندیتوب او د هېوادوالو اطلاعاتو محرموالي په موخه یو کورنی د انټرنېټ د تبادلې مرکز(نکسا) پرانیست.د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد مرکز به کورني شرکتونه سره خپلو کې وصل کړي، چې ورسره به په هېواد کې د ټولو هغو خلکو چې له انټرنېټ څخه گټه اخلي، معلومات او اطلاعات به یې خوندي شوي وي.د خبرپاڼې له مخې، مخکې د انټرنېټ د عرضه کوونکو هېوادونو له لارې دغه چاره تر سره کېده، چې گڼې نیمگړتیاوې یې لرلې.:« انټرنېټي معلومات او اطلاعات خوندي نه وو؛ ځکه ترافیک د دوی په واسطه تر سره کېدل، چې دغو هېوادونو کولی شول د انټرنېټ استفاده کوونکو معلوماتو او اطلاعاتو ته په اسانۍ لاسرسی ولري. د بهرنیو هېوادونو له لارې د انټرنېټ ترافیک خورا گران تمامېدل، چې اوسمهال یاد ترافیک هېواد دننه په ارازانه بیه او په خوندي ډول تر سره کېږي.»د خبرپاڼې له مخې، د بهرنیو هېوادونو له لوري د لارې د اوږدوالي له امله خدماتو کیفیت ټیټېده او کله نا کله به اطلاعات او معلومات هم له لاسه وتل؛ خو په هېواد کې د یادې چارې تر سره کول به کیفیت لوړ، اطلاعات خوندي او په بیو به هم مستقیم اغېز ولري.په خبرپاڼه کې ډاډ ورکړل شوی، چې د مخابراتو وزارت په هېواد کې دننه د انټرنېټ استفاده کوونکو اطلاعاتو او معلوماتو خوندیتوب ته ارزښت ورکوي او خوندي چاپېریال جوړول خپله دنده گڼي.نکسا یوه فزیکي زېربنا ده چې په وسیله یې د انټرنېټي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو داخلي ترافیک تبادله کېږي. د انټرنېټ د تبادلې مرکز موخه د افغانستان د انټرنېټ داخلي ترافیک، د اطلاعاتو محرمیت، د انټرنېت د کیفیت لوړوالي او د لگښت د کموالي لپاره د داخلي گیټوې رامنځته کول دي. د دغه مرکز په جوړولو سره به د کارونکو معلومات خوندي شي، د داخلي ترافیک گړندیټوب زیات شي او له هېواده به د معلوماتو د وتلو مخنیوی وشي.په هېواد کې اوسمهال پینځه مخابراتي شبکې د مخابرتي خدمتونو سربېره انټرنېټي خدمتونه هم وړاندې کوي؛ خو کاروونکي یې شکایت کوي چې کیفیت ټیټ خو بیې ډېرې لوړې دي.افغانستان کې لا هم د انټرنېټ بیې د سیمې هېوادونو په پرتله څو برابره لوړې دي؛ خو تر اوسه نه د مخابراتو وزارت او نه هم د اترا ادارې دې برخې ته پام کړی دی.