د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ويلي، چې په تېرو دوو اونیو کې د کانګو ناورغۍ له امله ۲۰ تنو خپل ژوند بایللی.
د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د کانګو ناروغۍ د مې میاشتې په پرتله زیاته شوې او د جون میاشتې له پیل راپدیخوا ۲۶۵ کسان په کانګو ناروغۍ اخته شوي، چې له ۲۰ تنو یې ژوند اخیستی دی.
د انتاني روغتون ډاکټران هم وايي، چې په وروستیو اونیو کې د کانګو ناروغانو شمېر زیات شوی دی.
د دغه روغتون مسولین وایي، چې اوس مهال په دغه روغتون کې ۴۰ تنه د همدې ناروغۍ له امله بستر دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په مې میاشت کې ۸۴ تنه په کانګو ناروغۍ اخته شوي او ۱۰ تنه د همدې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.