لیکوال: نوین ساپی
د جون په ۲۴مه د لنډغرو هغه ډله چې د ولس لخوا استفراق شوي، د اتریش په پلازمېنې ویانا کې سره راټول شوي؛ د دې ډلې مشري د ناأهله غله، ډاکو او راه زن احمدشاه مسعود زوی، ناأهله احمد مسعود کوي.
له دې لکچریزې غونډې وړاندې د اسلامي امارت خلاف تش په نامه او د بې معنی جبهو مشرانو، ماشومانه ناستې ترسره کړې وې چې، بې نتیجې یې پای ته ورسولې.
دوی چې په افغانستان کې د سیاسي لار نقشې د ترسیمولو خوبونه ویني او په دې موضوع بحث کوي، د دې پر ځای دې خپلې کلمې په بیت الخلاو کې خالي کړي چې زړونه یې سپک شي.
دوی څنګه له خپل وجدان او ضمیره نه شرمېږي؟ په دې نامه څه لري او که نه؟ په کومو سترګو افغان ولسونو ته ګوري؟ په کومو خولو د افغان ولسونو نومونه اخلي؟ کومې کړنې نه وې چې په دې مظلومو افغانانو یې ونه کړې؟
دا چې د اسلامي امارت ستنې ورځ تر بلې ټینګېږي، له نړۍوالو سره یې هر اړخیزې اړيکې د پراخېدو په درشل کې دي؛ د دوحې په ناسته کې اسلامي امارت ته د ګډون بلنه پر دې دلالت کوي چې نړۍ ورځ تر بلې د اسلامي امارت حیثیت او اهمیت درک کوي.
له کومې ورځې چې د دوحې د درېیمې غونډې اوازه خوره شوې چې، د اسلامي امارت استازي پکې ګډون کوي، د طالبانو مخالفو ډلو باندې د ژوند دایره تنګه شوې، په ځانونو خولې لګوي، لکه د قصابي سپیان، له لرې یې په هډوکو پسې داړې جینګې وي.
ولس نور د دې خاینانو او لنډغرو په شعاعرونو نه غولېږي، دوی د افغانانو په سرونو لوبې کړي، لاسونه یې په وینو سره دي، له خبرو یې د وینو سوړ وږمونه خېږي.
دا د انسانانو په جامه کې د دوو پښو ځناورو، هر یو، محقق، رنګنین دافر سپنتا، فوزیه کوفي، محمد عالم ایزدیار او یو شمېر نورو د تېر نظام داړه مارانو څخه افغانان څه چې، د دوی باداران هم نور نفرت کوي، خبرو ته یې اهمیت نه ورکوي.
متل دی چې، تیږه درنه په ځای ښه وي، څوک به یې په خولې تریخ پیاز نه خوري او خوبونه به د پاچاهۍ ویني، دا نجسې څهرې به د تل لپاره ذلیله او شرمنده وي.