لیکوال: ارغوان وطنیار
تېره ورځ د اتریش مرکز ویانا کې د حکومت څه چې د افغانانو مخالفین چې یوه منفوره ډله ده راټوله شوې وه، دوی بیا غواړي چې په افغانستان ته د شرق او غرب نیابتي جګړې راوړي او مظلوم هېوادوال پرې قصابي کړې.
تاسې دغه د لنډغرو ټولګه ولیدله، دوی اصلاً د بحران ډله خلک دي؛ کله چې په تېر حکومت کې دوی د اقتدار په ګدۍ ناست ول، د هېواد په مظلومو ځوانانو به یې دولتي بستونه په پیسو خرڅول، لوړ پوسټونه به یې د دوبۍ په شرابخانو او نڅاخانو کې بولۍ ته وړاندې کول، دلته په کابل کې به هم دوی نیمه ورځ درنې نېشې او بدلمنۍ کولې.
د ورځې به شاو خوا پنځه سوه جنازې ښکته پورته کېدې د دوی به پرې چورت نه وو خراب، بس دوی د کباب او شباب په خرمستیو کې مست ول.
د بحران په دې ډله کې د سپنتا په نوم یو سپین ږیری بې عقیدې او بې دینه تکنوکرات هم ور ننوتی ده، خپل یو کتاب چې په دوو ټوکو کې یې لیکلی (سیاست؛ افغانستان روایتی از درون) دی، وايي: (زه اول شعله یي وم چې د چین د ماو نظریاتو نه یې ریښه اخیستې وه، بیا عقیدوي کمونست شوم، موږ د هرات په چشت ولسوالۍ کې وو، د ظاهرشاه حکومت وو، موږ یې د کمونستۍ عقیدې له امله له ښوونځي اخراج کړو، بیا د سپین ږیرو او مشرانو د رسوخیت له مخې وبښل شوو، بېرته ښوونځي کې ومنل شو.
کله چې اسلامي انقلاب راغی، زه پاکستان ته وتښتېدم، هورې مې له چپیانو سره پټ مجلسونه پیل کړل، بالاخره له هغه ځایه مې پښې سپکې کړې او اروپا ته راغلم، د جرمني تابعیت مې واخیست، زه لیبرال ډموکراټ یم.او د جرمني د لیبرل ګوند سیاسي غړیتوب لرم.
د سپتمبر یوولسمې له پیښې وروسته افغانستان ته راغلم، دلته مې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي په ریاست کې افتخاري کار پیل کړ، وروسته حامدکرزي رانه وغوښتل چې ورسره کار وکړم، اول مې انکار وکړ او کرزي ته مې وویل چې زه لیبرال ډموکرات یم او ټوپکي او ته مجاهد یې، لا ولسمشر یې ښځه دې کور کې ستره کړې، خو کرزي له خپل جهاد راته انکار وکړ او د ښځې نه را ایستل یې ټولنیز حساسیتونه وبلل، بیا مې ورسره کار پیل کړ).
ډاکټر سپنتا د کرزي د دفتر له ریاسته تر د امنیت شورا سلاکارۍ او د بهرنیو چارو وزارت تر څوکۍ لوی ماموریتونه وکړل، زما په نظر دی له جرمني راغلی نه وو چې دلته له پوهنتونه افتخاري کار پیل کړي بلکې استول شوی وو.
ممکن د جرمني څارګرې ادارې استخدام کړی وي یا هم د سي آی ای یو رسمي مامور وي، که نه هېڅوک په دومره ډراماټیک ډول موقفونه نه اشغالوي؛ په جمهوریت کې یو لوستي بې واسطې وطندار په شپږم بست نشو مقررېدای حتی د ملازمۍ بستونه به له کابله ډکېدل.
اوس اندازه ولګوﺉ چې د ولایت، معینیت او وزارت چوکۍ به له کومو ځایونو ډکېدل؟!
بهرني سفارتونو به د کابل له ادارې سره موازي حکومت کاوه، هر وزیر به چې پارلمان ته معرفي شو وکیلانو ته به له کوم سفارته د پیسو بوجۍ ولېږل شوه ترڅو وزیر ته د اعتماد رایه ورکړي.
تاسو د اجمل احمدي په نوم یو بهرنی ولیده چې د مرکزي بانګ رﺉیس وو، د هغه نه پښتو زده وه او نه هم دری، د پارلمان له تالاره یې رایه واخیسته او لاړ د بانک چوکۍ باندې یې تکیه ولګوله.جالبه لا داچې نوموړي ته دتابعیت جعلي تذکره هم جوړه شوې چې دی د غزني ولایت اصلي اوسیدونکی معرفي کاوه.
د مرکزي بانک پیسې یې یوړې په لبنان او نورو هېوادونو کې یې پرې خپل کاروبار جوړ کړ او هغه چا چې رالېږلی وو خپل اهداف یې پرې تعقیب کړل.
اوس دغه بېګانه او پردۍ ټلواله بیا د تېرو خرمستیو خوبونه ګوري، دوی به بیا د شرابو او مستیو هیلې لري، په باد راوړو ډالرو پسې تږي دي ملت اوس ایله له جنازو او جګړو ارامه دی، ایله یې دمه جوړه شوه، ایله یې خپل اصلي وارثان او خادمان پېداکړل چې دا خادمان نه د سفارتونو مامورین دي او نه له نورو هېوادونو بلټي شوي؛ سوچه وطني خلک دي چې د ملت له منځه راپورته شوي او د خپل د ملت استازولي کوي، د خپلې خاورې قدر کوي او خپل دین متابعت کوي.
دا د وطن اصلي بچيان دي، د خدای په لاره سم خلک دي، نه کابل کې شراب شته، نه ګلچین نجونې په ارګ کې فضلي ته تاویږي، لمونځونه دي، کاري پلانونه دي او کاري استقامتونه دي.
د کابل د انکشاف عملیاتي کارونه په چټکۍ سره روان دي، یوکار خلاص وي چې بل ورپسې متصله شروع شي.
شرکتونو والا نه غلاګانې کولی شي او نه یې حکومت پوروړی دی، نه هم داوطلبیو کې واسطې او پیسې شته، بس سوچه اخلاص صداقت او ایمانداري ده؛ د حکومت هدف شریعت، دقت، سرعت او کیفیت دی.
نو ویلی شو چې د ویانا ډله د ګند او کثافت ډېرۍ ده چې ملت د تاریخ ډېران ته جارو کړې.