پر ایران د صهیونیستي رژیم له بریدونو وروسته، یاد رژیم اعلان کړی چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې یې ټول سفارتونه تر نامعلومې نېټې پورې تړلي دي.

د اسرائیلي سفارتونو رسمي ویب‌پاڼې د یوه خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې د دغه رژیم په ډیپلوماټیکو استازولیو کې قونسلي خدمات هم درول شوي دي.

په خپره شوې خبرتیا کې له ټولو بهر مېشتو صهیونیستانو غوښتنه شوې، په اسانۍ دې خپل هویت چاته نه ښيي او که له کوم ګواښ سره مخامخ شي د کوربه هېوادونو له امنیتي ادارو سره دې اړیکه ونیسي.

له بل لوري ایراني چاورکو پر دغه هېواد د صهیونیستي رژیم بریدونو ته په غبرګون کې د خورا سختې غچ اخیستنې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې ځوابي بریدونه به یې د صهیونیستي اسرائیلو تر تصور پورته وي.

د ویلو ده، چې صهیونیستي اسرائیلو له تېرې شپې راپه دېخوا د ایران پر بېلابېلو سیمو هوایي بریدونه پیل کړي چې پر مهال یې تر ۳۰۰ پورته لوړ رتبه پوځي چارواکي، ساینس‌پوهان او عام ایرانیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version