د ملي دفاع وزارت وايي، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې یې یې د وسلو او مهماتو یوه ډیپو کشف کړې او گڼ شمېر وسلې او مهمات یې تر لاسه کړي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند د نهمې سرحدي لواء سرتېرو له لوري په برمل ولسوالۍ کې د وسلو یوه ډیپو کشف شوې ده.: «په دغو وسلو کې ۲۱ میله کلاشینکوف، یو میل M4، درې میله روسي پیکا، ۹ قبضه راکټ، ۱ پایه زیکویک، ۱میل هاوان، ۱میل ۸۲ توپ، ۳۴ فیره د راکټ مرمۍ، ۸ فیره د هاوان مرمۍ، ۸ صندوق د زیکویک مرمۍ، ۹ قبضه لاسي بمونه، ۵ پایه مخابرې، ۲ قابه دروبین او ۲۴عدده چانټې شاملې وې.»
په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي، چې دغه وسلې اوسنۍ او که د پخوا څخه په یاده سیمه کې ځای پر ځای شوې وې.
له ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې وخت ناوخت د وسلو د نیول کېدو خبرونه خپرېږي؛ خو دا چې دغه وسلې څوک وړي تر اوسه په دې تړاو څوک علني محاکمه شوي نه دي.