د پکتیکا ولایت ځایي مسولین وایي، چې په دې ولایت کې څه باندې یو نیم سل پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
چارواکي وایي، چې یادې پروژې د پکتیکا ولایت په ارګون او یوسف خېلو ولسوالیو کې د افغانستان ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لارې ۱۵۵ پروژې د ۲۲۲ میلیونه او ۲۸۰ زره افغانیو په لګښت پلې شوې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دغو پروژو کې د لارو، پلونو، پلچکونو، کانالونو، کارېزونو ،ویالو پاکول، اوبو د زېرمه کولو سېستمونو جوړول او ګڼ شمېر نورې پروژې شاملې دي.
مسولین وایي، چې د دغو پروژو د کار پر مهال سلګونو تنو ته د حلالې نفقې د ګټلو فرصت هم برابر شوی و.
بل لور ته د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست مسولین په دې ولایت کې څلور بابه ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو خبر ورکړی دی.
د یاد ریاست مسولین وایي، چې د ننګرهار ولایت په کوز کونړ او دره نور ولسوالیو کې څلورو ښوونځیو ته د ودانیو د جوړولو چارې د بنسټ ډبرې په اېښودلو سره پیل شوې.
مسولین زیاتوي، چې د دغو ښوونځیو په ودانیو ۳۹ میلیونه، ۶۳۸ زره او ۲۳۸ افغانۍ لګښت راځي، چې چارې به یې د همدې کار تر پایه تکمیل شي.تېر کال هم دغه ولایت کې ۲۸ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې دي.