Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»په ښوونځیو کې اسلامي یونیفورم؛ د دیني او ملي کلتور بیا را ژوندي کول
    لیکني

    په ښوونځیو کې اسلامي یونیفورم؛ د دیني او ملي کلتور بیا را ژوندي کول

    صابر افغانصابر افغان17 اپریل 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په پیل او د ښوونځیو د زده‌کوونکو په یونیفورم کې له بدلون سره، یو شمېر هغه کسان چې په تېرو وختونو کې یې هم د اسلامي ارزښتونو او کلتور سره په مخالفت کې رول درلود، په ټولنیزو پاڼو کې جنجالونه جوړ کړي دي. موخه یې دا وه چې د ځینو هېوادوالو له بې خبرۍ څخه په ناوړه ګټه اخیستنې سره، د بګړۍ او اسلامي سمبولونو په اړه منفي ذهنیت رامنځ ته کړي. له بده مرغه یو شمېر ښاریان په قصدي یا غیر قصدي توګه د دې تبلیغاتو په دام کې ولویدل او نوی یونیفورم یې د منلو وړ و نه باله.

    په دې اړه څو پوښتنې د مطرح کولو وړ دي؛ لومړی، له هغو کسانو چې له دې پریکړې سره مخالفت لري باید وپوښتل شي: هغه یونیفورم چې پخوا په ښوونځیو کې رواج و، د کوم کلتور پر بنسټ تنظیم شوی و او ریښه یې چېرته رسیږي؟ ایا بګړۍ او لونګۍ د اسلامي کلتور برخه نه ده او له دیني بزرګانو څخه موږ ته نه ده را رسیدلې؟

    دویم، که د پخواني یونیفورم اغوستل اجباري وو، نو ولې په هغه وخت کې د مخالفت غږ پورته نه شو؟ اوس چې نوی پوښاک زموږ له دیني او کلتوري ارزښتونو سره سمون لري، څه ستونزه لري چې په رسمي او الزامي توګه وي؟

    درېیم، بګړۍ او لونګۍ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له سنتونو څخه دي، په داسې حال کې چې پتلون او یخن‌قاق د لویدیځ تمدن محصول دی. لومړی ځل، دا پوښاک په بریتانیا کې د زده کوونکو لپاره د رسمي یونیفورم په توګه اجباري شو او وروسته یې نورو هېوادونو ته هم سرایت وکړ.

    په داسې زمانه کې چې پردي کلتورونه په مختلفو وسایلو سره اسلامي ټولنو ته ننوتي دي، اړینه ده چې مسلمانان د هر وخت په پرتله خپلو دیني او کلتوري ارزښتونو ته زیاته پاملرنه وکړي او هغه د ژوند په ټولو برخو کې ژوندي وساتي.

    که نن ورځ اسلامي یونیفورم ځینو ته نا اشنا یا غیرعادي ښکاري، نو باید پوه شو چې دا د دښمنانو د کلونو فکري هڅو پایله ده چې موږ له خپل اسلامي هویت څخه لیرې کړي. اوس وخت رارسیدلی چې په ویاړ سره خپل کلتور نړۍ ته معرفي کړو او د نوي نسل په زړونو کې د اسلامي ارزښتونو مینه او باور ورکړو.

    راځئ چې په قوي عزم او ارادې سره خپل ځوان نسل له اصلي اسلامي کلتور سره اشنا کړو او هغوی ته ور زده کړو چې دا کلتور نه یواځې د ساتنې او درناوي وړ دی، بلکې باید په نړۍواله کچه زموږ د هویت او عزت د نښې په توګه وپیژندل شي.

    بې له شکه، هر هغه زده‌کوونکی چې په اسلامي یونیفورم کې ښوونځي ته ننوځي، د اسلامي کلتور ته د وفادارۍ او له پردي کلتور څخه د بې نیازۍ روښانه پیغام له ځان سره لري.

    اوس وخت رارسیدلی چې په لوړ او وياړلي غږ سره خپل اسلامي کلتور ولمانځو او د اسلامي لباس په اغوستلو سره وښیو چې موږ د دې هویت او کلتور وفادار بچیان یو.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهاحمد الشرع د ټايم مجلې د ۲۰۲۵ کال د ۱۰۰ اغېزمنو شخصيتونو په لیست کې شامل شوی
    راتلونکي مقاله د بلوچستان ملي غورځنګ: اسلام اباد مېشتو نامطلوبو چارواکو سره د بلوچستان د کانونو په اړه هر ډول معامله بلوڅانو ته د منلو نه ده

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 23 جون 2025

    د پخوانیو جنرالانو ړوند باور او غداري؛ پر امریکا تکیه او ورسره اوږه په اوږه جنګېدل

    یوې بهرنۍ مطبوعاتي فعالې جورجینا سنشاین د پرځيدلي جمهوریت د ځانګړو ځواکونو د قوماندان فرید…

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    23 جون 2025

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پخوانیو جنرالانو ړوند باور او غداري؛ پر امریکا تکیه او ورسره اوږه په اوږه جنګېدل

    23 جون 2025

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    23 جون 2025

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.