په کابل کې د یو شمېر ولسي خلکو لخوا د کابل ښار په عیدگاه مسجد کې د حماس غورځنگ د سیاسي دفتر پخواني مشر شهید اسمعیل هنیه روح ته د دعا او فاتحې مراسم پیل شوي دي.
په دې مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د ځینو مسوولینو په گډون علماء کرامو، عامو خلکو او نورو گډون کړی دی.
د مراسمو گډون کونکو د اسرائیلي یرغلگرو د وحشتونو د غندنې او د فلسطین او غزې د مظلومیت شعارونه هم له ځانونو سره راوړي دي.