Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»په کمزوري او بې ریښې مقاومت د پاکستان بې‌ ځایه او بې‌ پایلې پانګونه
    تورې څېرې

    په کمزوري او بې ریښې مقاومت د پاکستان بې‌ ځایه او بې‌ پایلې پانګونه

    صابر افغانصابر افغان6 نوومبر 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    پاکستان؛ هغه هېواد چې پخپله په سیاسي، اقتصادي او امنیتي ناورینونو کې را ګیر دی، خو بیا هم د افغانستان په چارو کې له مداخلې کولو نه دی تېر شوی. د اسلام‌آباد پوځي رژیم چې د اوږدو کلونو لپاره یې په دوه مخو او خاینانه سیاستونو سره خپله رښتینې څېره د سیمې ولسونو ته ښکاره کړې، دا ځل هڅه کوي چې د دروغجنو تبلیغاتو او پیسو په مټ، د مقاومت جبهې له مړه او وراسته جسد څخه څخه یوه مصنوعي او جعلي څېره جوړه کړي؛ خو دا بې‌ ځایه هڅې او نمایش، د ګاونډیانو په وړاندې د پاکستان د پټې دوه‌ مخۍ او ناوړه نیتونو له بربنډېدو پرته بله ګټه نه لري.

    په داسې حال کې چې د پاکستان خپلې رسنۍ او شنونکي دا خبره مني چې د افغانستان په وړاندې د اسلام‌آباد د «مذاکراتو او ګواښونو ګډ سیاست» ناکام شوی، د آی‌ایس‌آی استخباراتي اداره د خپلو پټو بودیجو په مټ په اسلام‌آباد کې د هغو کسانو لپاره غونډې جوړوي چې ځانونه د «مقاومت مشران» بولي. دا هغه کسان دي چې نه په کور د ننه کوم ځای لري او نه بهرنی مشروعیت ورسره شته، بلکې یوازې د دې لپاره راغلي چې یو ځل بیا د پاکستان مزدورۍ ته اوږه ورکړي او د افغانستان د مشروع دولت په وړاندې ودرېږي.

    دا پروژه د هماغو پخوانیو دسیسو تکرار دی چې پاکستان له کلونو راهیسې د خپلو ګاونډیانو په وړاندې ازمویلې او هر ځل له رسوایي او ناکامۍ سره مخ شوې. لکه څنګه چې پاکستان په جګړه او ډیپلوماسۍ دواړو کې ماته خوړلې، همدا راز هغه مزدوران او لاسپوڅي څېرې چې غواړي د خپلو نیابتي ډلو په توګه یې وکاروي، هم نه‌ شي کولای د افغانستان د اسلامي حکومت په وړاندې ودرېږي؛ ځکه بې‌ ریښې ونه نشي کولای چې په پردۍ خاوره کې را شنه او بل ځای سیوری وغوړوي.

    جالبه خبره دا ده چې حتی د استانبول او دوحې د مذاکراتو پر مهال، د پاکستان رسنیو د خپل دریځ د پیاوړتیا لپاره د مسعود زړې خبرې د افغان دولت په ضد بیا بیا خپرولې، ترڅو څرګنده کړي چې دوی د تښتېدلو او ناکامو مخالفینو تر شا ولاړ دي. خو دا خندوونکی تبلیغ هم بې‌ پایلې و، ځکه رښتیا/ حقیقت تر هر ډول دروغجنو شعارونو او تبلیغاتو ډېر پیاوړي دي. د افغانستان ولس ډیر ښه پوهېږي چې څوک د هېواد ترڅنګ ولاړ دي او چا یې له دښمنانو سره لاس یو کړی.

    په داسې وخت کې چې د افغانستان ملي حاکمیت او د ولس ملي ګټې مطرح دي، هغه خاینان چې کلونه یې د هېواد پالنې شعارونه ورکول، نن په بې‌ شرمۍ سره د افغانستان د دښمنانو ترڅنګ ولاړ دي، د خپلو شخصي ګټو او د غلامۍ د ډوډۍ ساتنې لپاره یې لاس ورسره یو کړی.

    د افغانستان ولس هېڅکله دا حقیقت له یاده نه باسي چې یو وخت د پاکستان رژیم د افغانستان پر خاوره تېری وکړ، د دې هېواد رښتینو زامنو د هېواد د دفاع لپاره سینې سپر کړې، خو هېواد پلورونکو او بې‌ ننګه څېرو د دښمن په دسترخوان د بې غیرتۍ ډوډۍ نوشجان کوله، د پکتیا، خوست او کندهار د ماشومانو په سپېڅلو وینو یې سترګې پټې او د بې غیرتۍ مُهر یې په شونډو وهلی و.

    پاکستان او د هغه غلامانو ته باید وویل شي، هغه هېواد چې خپله د کورنیو ناورینونو په حل کې پاتې راغلی او هڅه کوي خپلې کمزورۍ پر ګاونډیانو ور واچوي، څنګه کولای شي نورو ته د ثبات او ځواک نسخې وړاندې کړي؟ هغه هېواد چې په خپله یې د ننه اور اخیستی او سوځیږي، د هغو څو تښتېدلو، بدنامو او بې‌ باوره څېرو په تمویل سره چې د خپل ولس له لوري هم لعنت پرې ویل شوی؛ هېڅکله نشي کولای هغه لاره بدله کړي چې د سلګونو زرو شهیدانو په وینو رنګینه شوې. په حقیقت کې پاکستان په سیوري پانګونه کوي، په داسې سیوري چې د حقیقت د رڼا له لومړي څرک سره ورک کېږي.

    بل لوري ته هماغه تاجکستان چې یو وخت یې د دې «مجازي مقاومتیانو» سریندې اورېدې، نن یې د حقیقت په درک او د افغانستان د رښتینو استازو په پېژندلو سره له هغوی لاره بېله کړې او د افغانستان له حکومت سره د تعامل لوري ته روان دی. دا بدلون نه یوازې د افغانستان د حکومت د سیاسي پوخوالي نښه ده، بلکې د هغو بې‌ ریښې څېرو د بشپړې انزوا څرګندونه هم کوي چې کلونه، کلونه یې خپله د جاسوسۍ څېره د افغانستان د مشرتابه تر نقاب لاندې پټه کړې وه. اوس هېڅ هېواد دې ته چمتو نه‌ دی چې د ولس په منځ کې په بې باوره کسانو پانګونه وکړي.

    اوس نړۍ هم افغانستان د ثبات او واقعیت له کړکۍ څخه ګوري، نه د هغو کسانو د دروغجنو چیغو له لارې چې د اروپا په هوټلونو او د آی‌ایس‌آی په دفترونو کې د هېواد پلورنې لپاره ډوډۍ خوري. نړۍوالې رسنۍ نور هغوی ته صحنه په واک کې نه ورکوي او هېڅ سیمه‌اییز دولت نه غواړي چې د پاکستان په زړو لوبو کې شریک شي.

    پایله روښانه ده؛ دوه ماتې خوړلي (پاکستان او د هغه مزدوران) هېڅکله نشي کولای د هغه افغانستان د پرمختګ او ثبات مخه ونیسي، چې د خپلو رښتینو بچیانو په عزم او اراده د خپلواکۍ، ثبات او ودې په لور روان دی. افغانستان نن په داسې حال کې په پیاوړو ګامونو د ثبات په لوري ځي، چې دښمنان د خپلو ناکامو دسیسو په ګردونو کې د تازه هوا اخیستو هڅې کوي. دا هغه واقعیت دی چې نړۍ یې هره ورځ شاهده ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد پنجشېر والي د دې ولایت د بېلابېلو ښوونځيو زده‌کوونکو نوښتګر زده کوونکي ستايلي
    راتلونکي مقاله امنیتي ځواکونو کابل ښار کې څه باندې ۱۳۳ زره نشه‌‌يي ګولۍ کشف او نیولي

    مربوطه لیکنې

    امرالله صالح، د دښمن په جامه کې د پاکستان خوږ ملګری

    20 نوومبر 2025

    له مقاومت جبهې ملاتړ؛ د پاکستان د ناکامې ستراتیژۍ برخه

    18 نوومبر 2025

    احمد مسعود پر افغانستان د پاکستان تېري ته د مشروعیت ورکولو په لټه کې

    16 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 20 نوومبر 2025

    امرالله صالح، د دښمن په جامه کې د پاکستان خوږ ملګری

    امرالله صالح، د پرځېدلي جمهوري نظام یو بدنام شخصیت دی چې کلونه یې له پاکستان…

    صراف اختر محمد خان بادیزی: د مغرضه اشخاصو له خوا خپره شوې اوازه، چې ګواکې زه شکنجه شوی یم حقیقت نه‌لري

    19 نوومبر 2025

    د پنجشېر والي، حافظ محمد اغا حکیم: پرځول شوي جمهوریت روږدي پر خپل حال پريښي وو؛ خو افغان حکومت په ځانکړو مرکزونو کې تر درملنې لاندې ونیول

    19 نوومبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امرالله صالح، د دښمن په جامه کې د پاکستان خوږ ملګری

    20 نوومبر 2025

    صراف اختر محمد خان بادیزی: د مغرضه اشخاصو له خوا خپره شوې اوازه، چې ګواکې زه شکنجه شوی یم حقیقت نه‌لري

    19 نوومبر 2025

    د پنجشېر والي، حافظ محمد اغا حکیم: پرځول شوي جمهوریت روږدي پر خپل حال پريښي وو؛ خو افغان حکومت په ځانکړو مرکزونو کې تر درملنې لاندې ونیول

    19 نوومبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،085 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،024 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،078 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.