د کندهار امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو له امله د درې ماشومانو په ګډون ۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹ تنه نور ژوبل شوي دي.
د سرچینې په خبره، زخمیان د ځایي امنیتي ځواکونو له لوري روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې وروستیو اورښتونو د هېواد په لویديځ په ځانګړي ډول کندهار او فراه ولایتونو کې خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي.