کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د ننګرهار امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د پلټونکو عملیاتو په ترڅ کې د یاد ولایت د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم سیمه کې ۲۲ کیلو ګرامه شیشه چې په یو موټر کې ځای په ځای شوې وه، کشف او تر لاسه کړي.
کورنیو چارو وزارت د یادو ترلاسه شویو قاچاقي مخدره توکو په تړاو د یو تن د نیول کېدو خبر هم ورکړی دی.