د ځایي سرچینو د راپورونو له مخې تېره اکتوبر میاشت د پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د شاوخوا ۴۶ وسلوالو بریدونو په پایله کې د ۵۳ پوځيانو په ګډون ټولټال ۸۰ تنه وژل شوي دي.
د دغو بریدونو ډېره برخه د پښتونخوا په جنوبي ولسوالیو کې رامنځته شوې.
تازه تېره ورځ د بنو ولسوالۍ په بکاخېل سیمه کې د پاکستاني طالبانو د تحریک په بریدونو کې د یوه افسر په ګډون دوه پوځیان وژل شوي او پینځه نور ټپیان شوي و.