د پکتیا او کندهار امنیتي مسوولینو ویلي، چې دغه ولایتونو کې پر سلګونه جریبه ځمکو کرل شوي چرس او کوکنار لهمنځه وړل شوې دي.
د کندهار د امنیې قومنداني مسوولینو ویلي، چې د یاد ولایت په یوشمېر ولسوالیو او حوزو کې ۱۹۹ جریبه ځمکه باندې کرل شوي تریاک او چرس لهمنځه وړل شوي دي.
بلخوا د پکتـيا د امنیې قومندانۍ مسوولین بیا وايي، د ځاځياريوب ولسوالي امنيتي ځواکونو تېرو دوو ورځو کې پر ۱۳۸جريبه ځمکه باندې ولاړ د چرسو کښتونه لهمنځه وړي.
همدارنګه نند کورنیو چارو وزارت چارواکو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح په پروګرام کې څرګنده کړه، چې په وروستي یوه کال کې ۳۶۴۳ ټنه بېلابېل نشه یي توکي کشف او ترلاسه شوي، د نشه یي توکو، الکولي مشروباتو او نشه راوړونکو ټابلېټونو د تولید او پروسس ۷۹۰ کارخونې له منځه وړل شوي، ۱۰۵۶۴ شکمن کسان نیول شوي، ۲۷۸۹۱ روږدي کسان د درملنې مرکزونو ته معرفي شوي او ۱۷۶۵۱ هکټاره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.