پغمان کې له زیانمنو سره لازمه مرسته کوو
له پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، چې د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ د قلعهحيدرخان سيمې ته پلاوی لېږل شوی او په سيمه کې د اووښتو زیانونو سروې تر سره کوي.
د يادې ادارې د مسوولينو په خبره، چې د سروې تر بشپړېدو وروسته به له زيانمنو شويو سره لازمې مرستې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ د قلعهحيدرخان په سيمه کې د تېلو پمپ په یوه ټانکر کې اورلګېدنه رامنځته شوې وه، چې د اور وژنې د ټیمونو د پر وخت رسېدو په پایله کې د پراخو زیانونو له اووښتو څخه مخنیوی شوی و.