شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې مائونينګ ويلي دغه هېواد د روسیې هغه اقدام ستايي او هرکلی یې کوي چې له مخې یې د افغانستان سرپرست حکومت په رسميت وپېژانده.نوموړې زياته کړې «چين د افغانستان د تاريخي ګاونډي او دوست په توګه تل دا باور لري چې افغانستان بايد د نړيوالې ټولنې برخه وي او منزوي نه شي.»ياده دې وي چې چې د روسیې له لوري د افغانستان د سرپرست حکومت له رسميت پېژندنې وروسته سياسي شنونکي وړاندوينه کوي چې چين به هم ډېر ژر په ورته اقدام لاس پورې کړي.
پخوانی پاکستانی پوځي افسر، عادل راجا: پاکستاني رژیم افغانستان ته د استول شویو وسلو پر نیول کېدو، د شرم پر ځای پر معصومو افغانانو هوایي بریدونه وکړل22 فبروري 2026
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن: دلته بادشاهي او ديکتاتوري نظام واکمن دی، ټولې پرېکړې يواځې يو کس کوي او هېڅ روښانه پاليسي نه لرو12 فبروري 2026