د اقتصاد وزارت وايي، په کابل کې د چین سفیر ژاو شېنگ د اقتصاد له چارسمبالي وزیر دین محمد حنیف سره په لیدنه کې ژمنه کړې، چې له گاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل په موخه به ورسره ۱۰۰ مېلیونه چینايي یوانو مرسته وکړي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا، د واخان دهلېز پر اقتصادي او ترانزیتي اهمیت، په افغانستان کې پانگونې ته د چینايي شرکتونو لېوالتیا، د سوداگرۍ د کچې پر زیاتوالي، د لوگر د مسعینک کان د سړک د جوړولو د پیل او د کارکوونکو لپاره د روزنیزو پروگرامونو پر دوام او پراختیا خبرې شوې دي.: «په دې کتنه کې له گاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل په موخه د چین سفیر د دغه هېواد له حکومت څخه د سل مېلیونه چینایي یوانو د مرستې ژمنه وکړه چې ټاکل شوې ده له افغان حکومت سره په همغږۍ به د بیرته راستنیدونکو د کډوالو د ستونزو د هواري لپاره ولگول شي.»
چین اوسهال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانگونه کړې او چینايي شرکتونه لېوال دي، چې په هېواد کې د کانونو، اوبو او انرژۍ د تولید، سړکونو، تولیدي کارخونو او نورو برخو کې پانگونه وکړي.