لیکوال: سلمان باور
افغانستان چې د تاریخ په اوږدو کې له لوړو او ژورو را وتلی خپلواک هېواد دی، چې په خپله سینه یې ډېري امپراطورۍ دړې وړې او نسکورې کړې دي.
په دې خاوره د شوروي یرغل د نسکورولو پر وخت د شر او فساد ډله چې ظاهراً یې ځانونه د وطن دفاع کوونکي او خواخوږي ښکاره کول، د پردې تر شاه د شوروي نږدي کرایه شوی فوځ وو، چې ډېری پټ تړونونه یې ورسره لرل، په ترسره شویو تړونونو کې له تاجک او ازبک پرته د نورو قومونو ځپل، کابل ته د سلګونو غځېدلو لارو امنیت ساتل، چې شوروي یرغلګر پرې په ارامه تګ راتک کولو، ذکر شوي وو.
له شوروي داړه مارانو د افغانانو په بې ساري قربانۍ اخیستل شوې ازادي، د لاجوردو، یاقوتو، مېس او لېتیمو د لوټلو لپاره د بادار په خوښه د خپل منځي جګړو منځته ور ټېله کړه، چې له امله یې د کابل په ښار کې وینو فوارې وهلې او دوی هماغسې په خپلو شخصي ګټو چې د وطن د نظامي تجهیزات خرڅول اوطبیعي زېرمې لوټل وو، اخته وو.
پر ځای د دې چې دوی د تېرو وحشتونو او ظلمونو د جبرانولو په خاطر له جګړې لاس په سر شوي وای، برعکس یې نړیوال صلیبي اشر د تېرو وحشتونو د تداوم په خاطر راوبللو او خپله یې د ډالرو په انډوخر کې خپل ځانونه وپړسول او نور افغانان یې د لمبو په سر ونېول.
د غرب ټولې پروژې یې تطبیق کړې، د شړلو پر وخت یې په خپل ټول قوت هڅه وکړه، چې د وطن یوه څنډه د تېر په څېر د جګړې د نقطې په حیث وکاروي او د وطن د ارام او سکون فضاء د خپل شیطاني اهدافو د تر لاسه کولو لپاره وڅېري.
خو د شر او فساد ډلې چې د ولس ټول ارزښتونه یې ننګولي او له منځه وړي وو، په هیڅ صورت نه غوښتل چې له هېواد څخه د خپل بادار د شړل کېدلو وروسته په پردیو وطنونو کې خیالي جبهات جوړ کړل، چې هر څه یې په تصور او خیالي شکل پر مخ ځي.
د شر او فساد ډله د خپلو وژل شویو ملګرو د یاد په خاطر کله نا کله انلاین غونډې ترسره کوي، چې په هره غونډه کې د دوی د ذهني توازن د بایللو له امله یو بل ته په نه خبرو ښکنځلې او بدې خبرې کوي.
څو ورځې وړاندې عبدالرشید دوستم چې د حقوق بشر په نقض کولو او د بې ګناه افغانانو په ژوندي خښولو او وژلو مشهور دی، ویلي چې:«سیاسیون باید سره جوړ او منسجم شي» په داسې حال کې چې څه موده وړاندي نوموړي خپله د شر او فساد ډلې ټول غړي ښکنځلي و.
دوستم د یادو څرګندونو تر څنګ دا هم ویلي وو چې «راتلونکي کې به افغانستان ته ځو» نور یې ونه ویل: چې د مرګ پر ورځ که په خوب کې!؟
په داسې حال کې چې نوموړی په ټول هېواد کې یو فرد هم په خپل طرف کې نه لري، ځکه چې دوستم یو وحشي صفته، د دین نه منونکی او ناپوهه شخص دی، چې کله به یې په خبرو کې وژل شوي امریکایان نعوذ بالله شهیدان ګڼل/ګڼي او کله به یې د ژبو د ادبیاتو له محصلینو د ښه طب د ویلو غوښتنې کولې.
هېواد ته د راتګ خبره د سمیع سادات په نوم د یوې خیالې جبهې مشر هم کوله، چې تر ننه پرې د وطن ځوانان ملنډې وهي.
د شر او فساد ملګري د خپل زړه د ډاډه کولو لپاره خیالي او نه پوره کېدونکي سوچونه او ویناوې کوي، چې همدا د رواني ناروغۍ د کنټرول د نسخې پر ځای کاروي.
د هغوی پر حال افسوس پکار دی چې د دوستم غوندې ظالم او وحشي صفته انسان یې په رهبري نیولی دی، ځکه د دوستم ظلمونه او وحشتونه د هيڅ افغان له سترګو پناه نه دي او نه یې پر ظلمونه پرده اچولی شي.
څه فکر کوئ؟ د چا چې رهبر د دوستم غوندې ظالم او غاصب انسان وي، نو د پلویانو به یې څه حال وي؟ روغ انسانان هیڅکله د دوستم غوندې متعصب، ظالم او وحشي صفته انسان پر رهبریت نه نیسي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.