لیکوال: ابو عثمان غزنوي.
زموږ مسلمان هېوادوال د هېواد په لر او بر کې د لوی اختر ورځې په داسې حال کې لمانځي، چې زموږ د اسلامي او ملي امنیتي ځواکونو له خوا بشپړ او ډاډمن امنیت تامین شوی دی، او لله الحمد په دغه ورځو کې د هېواد له هېڅ ګوټ څخه د کومې امنیتي پېښې راپور نه لرو؛ ټول هېوادوال په یوه ورځ د اختر لومړۍ ورځ پیل او د الله تعالی حضور ته خپلې قربانۍ وړاندې کړې.
سږ کال لوی اختر په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې د یکشنبې ورځ ولمانځل شو، خو په افغانستان او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې د اختر لومړۍ ورځ د دوشنبې ورځ اعلان شو.
باید یادؤنه وکړو، چې د اسلامي هېوادونو د جغرافیايي موقعیت له پلوه د اخترونو لمانځنه کې تغیر، یوه طبیعي مسله ده او شریعت په دې برخه کې ښکاره او روښانه حکمونه لري؛ پر دې بنسټ، د اسلامي امارت سترې محکمې هم د دغو شرعي حکمونو په پام کې نیولو سره، په افغانستان کې د اختر لومړۍ ورځ د دوشنبې ورځ اعلان کړه.
تر دې اعلان وروسته، ځېنو کمزورو غرب پلوو کسانو په دې اړه بېلابېلې تبصرې کولې، چې ګواکې خلک به د اسلامي امارت له خوا د اختر د اعلان شوې نېټې په اړه، چې له سعودي عربستان سره یې یوه ورځ توپیر درلود، متابعت و نه کړي او دې ته ورته نورې کمزورې تبصرې او تحلیلونه کول.
خو لکه څرنګه چې موږ ټول شاهدان وو، زموږ مؤمن او متدینو هېوادوالو، د اختر لومړۍ ورځ د اسلامي امارت د سترې محکمې له حکم سره سم، د هېواد په ټولو برخو کې تر یو موټي او واحد حاکمیت او قیادت لاندې، د دوشنبې ورځ په داسې حال کې ولمانځل، چې له هېڅ راز امنیتي پېښو سره مخامخ نه شول؛ د دې تر څنګ د اختر لمونځ او نور مراسم هم د هېواد په ټولو جوماتونو او تکایاوو کې په همدې ورځ ترسره شو.
په هر صورت، دا د دې ښودنه کوي، چې زموږ ولس او خلک لکه څرنګه چې د اشغال په وړاندې د اسلامي امارت د مبارزې داعیې ته لبیک ویلی وو او په دې برخه کې د اسلامي امارت له مجاهدینو سره اوږه په اوږه هر راز سرښندنو او قربانیو ته چمتو وو، ترڅو الله تعالی غربي نیواکګر دلته مات، بریا او فتح زموږ د ولس په برخه کړه، اوس هم د حکومتوالۍ په ډګر کې هم زموږ ټول مسلمان ولس، په یوه خوله او یو اواز، په یو موټي او متحدانه توګه د اسلامي امارت تر مدیرانه قیادت لاندې، خپلې ټولې دیني او دنیوي چارې ترسره کوي او په دې برخه کې ځانونه پورې ژمن بولي.
له بلې خوا، له کومې امنیتي پېښې د اخترونو د مراسمو ترسره کېدل، په خپله دا ثابتوي، چې د هېواد امنیت ډاډمن دی، دلته هېڅ راز توطیې او دسیسې نتیجه نه ورکوي او هېواد د ځېنو دښمنو کړیو د ادعاوو پرخلاف، د تلپاتې ثبات او ټیکاوه پر لوري ګامونه اخلي؛ د اسلامي امارت مسوولین او مجاهدین لکه څرنګه چې د اشغال پای رسېدو ته ژمن وو او په دې برخه کې له هېڅ راز سرښندنې او هڅو څخه سپما و نه کړه، همداسې خپل ولس ته د خدمت په ډګر کې، هم شپه او ورځ نه پېژني او د خپل مجاهد ولس خدمت، خپل مسوولیت او فریضه ګڼي او د دشمنو کړیو، ټولې هڅې او ناوړې ارادې به په نطفه کې خنثا او هېواد د ځان بساینې، هوساینې، پرمختیا او ډاډمن او تلپاتې ثبات پر لور ګړندي او غښتلي ګامونه واخلي، ان شاءالله تعالی