
واشنګټن پوسټ امریکایي رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله ويلي، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله کابینه کې د پراخو بدلونونو راوستولو په لټه کې دی.
سرچینې ويلي، ډونالډ ټرمپ په دې اوونۍ کې د لوی څارنوال پام بونډي له ګوښه کولو وروسته اوس د خپلې کابینې په کچه د پراخو بدلونونو په اړه غور کوي.
ټرمپ دغه پرېکړه داسې مهال کوي، چې نوموړی دا مهال ایران سره د جګړې د سیاسي پایلو له امله ناراضه دی.
د سرچینو په وینا؛ که کابینه بدلېږي دا به یوه هڅه وي، چې د سپینې ماڼۍ اوسنی حالت د راتلونکو سختو سیاسي حالاتو لپاره «بېرته برابر او منظم» شي.

