د امريکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کاليفورنيا ايالت په لاس انجلس کې د وروستۍ پراخې اورلګېدنې له امله په حکومت توندې نيوکې کړي او د بايډن اداره یې د اور په مهار کې بې کفايته بللې ده.
ټرمپ ويلي « په لاس انجلس کې اور اوس هم دوام لري او امريکايي سياسيون یې هيڅ کيسه کې نه دي، نه ورسره د دې فکر شته چې اور مړ کړي او نه په دې پوهيږي چې څنګه يې مړ کړي».
نوموړي دغه راز د لاس انجلس اور د امريکا د تاريخ تر ټولو ستره غميزه بللې او وایي «مرګ هر خوا خپور شوی، نه پوهيږم زموږ په سياسيونو څه شوي چې په کيسه کې یې نه دي».
ياده دې وي چې د امريکا د کاليفورنيا ايالت په لاس انجلس ښار کې څو ورځې دمخه پراخه اورلګېدنه رامنځته شوه او لا هم روانه ده، چې تر دې دمه پکې ۲۰ شاوخوا کسان مړه شوي زرګونه کورونه سوځېدلي او له ۱۵۰ ميليارده ډېر مالي زيانونه یې اړولي دي.