هندوکش غږ ته سرچینې وایي چې په پکتيا او خوست ولایتونو کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په ځینو مهمو نقطو کی درنې نښتې ترسره شوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې ډیورنډ فرضي کرښې پورې خواته په ځینو مهمو سیمو کې د درنو وسلو د کارولو له امله پراخې اورلګېدنې هم رامنځته شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په دغو نښتو کې دافغان پوځ روزل شویو ځانګړو نښان‌ویشتونکو د جګړې د لوري په بدلولو کې د پام وړ برخه اخیستې.

په دغو نښتو کې تر دې مهاله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه‌ده وړاندې شوې خو د جګړې شدت ته په پام د سر او مال د درنو تلفاتو اټکل کېدای شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version