د بهرنيو چارو وزارت په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې په کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.
خبر پاڼه زياتوي چې: په دې ناسته کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې پر غزولو، تورغنډۍ سټېشن ظرفیت لوړونې او د هرات نورالجهاد برق سبسټېشن د چارو په تړاو خبرې اترې وشوې.
د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې افغان لوری به هڅه وکړي چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د چارو پاتې برخه مسئلې اوارې او عملاً کار پیل شي.
همدا رنګه په خبر پاڼه کې راغلي: چې مولوي امیر خان متقي وویل د افغانستان اړوندې ادارې کار کوي چې د ټاپي پروژې ټول حقوقي اسناد نهايي او د کار د پیل زمینه برابره شي.
همداراز ښاغلي متقي وویل، د تورغنډۍ بندر کې د اوسپنې پټلۍ اړوند تاسیساتو جوړولو په اړه هم اړونده افغان اداره کار کوي او په نژدې راتلونکي کې به د ترکمنستان لوري ته اطلاع ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان د انرژۍ او پټروليم وزير مصدق ملِک او د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير راسيط ميريدوف هم د ټاپي پروژې په اړه ناسته کړې وه.