کندهار کې د پنځوس میلیونه ډالرو په پانګونې د ټوکر د تولید یوې جوړېدونکې فابریکې ویاند رحمت رشید له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، افغانستان به راتلونکی کال د ټوکر د توليد له اړخه پر ځان بسيا شي.
ښاغلي رشید د خپلو خبر پر دوام ویلي: د دغې فابریکې د جوړولو چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوي او راتلونکي کال کې به يې د توليداتو لړۍ پيل شي.
د یادې فابریکې د مسئولینو په وینا، د دې فابریکې په فعالېدو سره به ۱۵۰۰ کسانو ته کاري زمېنې هم برابرې شي.
نوموړي همدا رنګ ویلي: « سندس نساجي د ۵۵ میلیونه ډالرو په ارزښت سهامي کارخونه ده، چې پر ۶۰ جریبه ځمکه د کندهار عینو مېنه کې جوړېږي او د ۲۴ ساعتونو په موده کې به د ۵۰ زره متره ټوکر د تولید وړتیا ولري.
ښاغلي رشید د خپلو خبرو پر دوام ویلي؛ «زموږ لرلید د ټوکر د تولید له اړخه د افغانستان پر ځان بسیا کول دي او راتلونکي کال به مو تولیدات د کورنیو بازارونو ترڅنک د سیمي هېوادونو ته ورسېږي».
د کندهار د کانونو او صنايعو خونې رئیس، سيد سرور اماني ویلي: « دغه ډول پانګونې د افغانستان د ځان بسیایني او پرمختګ لپاره مهم او بنسټیز ارزښت لري، زموږ هیله دا ده چي دا ډول پانګونې لا ډېرې شي.
د یادې فابریکې د مسؤلينو د معلوماتو پر بنسټ د سندس توليدي فابریکې د شرکتي ونډې ترڅنګ عامو هېوادوالو ته هم د کمې پانګونې زمينه برابره کړې ده.