د افغانستان اسلامي امارت د ښار جوړونې وزارت سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ د رهبرۍ په کچه ناسته وشوه، چې په کې د وزارت مرستیالانو او نورو اړوندو رییسانو او مسؤلینو برخه اخیستې وه؛ په یاده ناسته کې، په کابل او کاپیسا ولایتونو کې د ځینو پروژو د برخلیک معلومولو او په تړاو یې د راتلونکو اقداماتو خبرې وشوې.
دغه راز، په سرپل او هرات ولایتونو کې د پلانونو پر تعدیل او نه تعدیل خبرې وشوې، چې لازمې پرېکړې هم وشوې.
د دغه وزارت سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وویل، په یو شمېر ولایتونو کې د ځینو ساحو د تعدیل غوښتنه کېږي، چې له امله یې فساد ته زمینه برابرېږي، نوموړي وویل، لازمه ده چې د اړتیا له مخې او د متخصصینو له نظر ورکولو وروسته مکمل پلان تعدیل شي، نه دا چې په نقطه یي توګه د پلان یا نقشې تعدیل وشي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې اړتیا ته په کتو د پلانونو پر تعدیل غور کوي او هڅه کوي چې خلکو ته د کاروبار او سوداګرۍ زمینه برابره شي.