
په کابل کې د ایران سفارت ویلي، چې د دغه هېواد د ریل پټلۍ ادارې مشر کابل کې له خپل افغان سیال سره کتلي.
سفارت ویلي، چې دواړو لوریو دې کتنه کې د هرات خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو پر زیاتوالي هوکړه کړې.
ټاکل شوې، د دې هوکړې له مخې د یادې اوسپنې پټلۍ له لارې راتلونکي ۱۴۰۵ ه.ش کال کې د انتقالاتو کچه ۱.۵ میلیونه ټنو ته لوړه شي.

