شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سبا چهار شنبه (د زمري، ۲۹مه) به د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګيي او پاکستانی سیال یې اسحاق ډار، د چین-افغانستان-پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه کابل ته راشي.ښاغلي تکل زیاته کړې، چې یاده غونډه د افغانستان په کوربهتوب ترسره کېږي، چې په ترڅ کې به د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمهییزو همکاریو په ګډون پر یو لړ مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه ترسره شي.سربېره پر دې، د چین د بهرنیو چارو وزیر به د افغان حکومت له یو شمېر لوړپوړو مشرانو سره د دوه اړخیزو لیدنو پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو، اقتصادي همکارۍ او د متقابل باور پر بنسټ د اړیکو د لا ژورتیا په اړه هم هر اړخیزې خبرې اترې وکړي.
صراف اختر محمد خان بادیزی: د مغرضه اشخاصو له خوا خپره شوې اوازه، چې ګواکې زه شکنجه شوی یم حقیقت نهلري19 نوومبر 2025
د پنجشېر والي، حافظ محمد اغا حکیم: پرځول شوي جمهوریت روږدي پر خپل حال پريښي وو؛ خو افغان حکومت په ځانکړو مرکزونو کې تر درملنې لاندې ونیول19 نوومبر 2025