Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»کابل: سروبي ولسوالۍ کې د ۲ مېلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۸ کرنیزې پروژې پرانیستل شوې
    افغانستان

    کابل: سروبي ولسوالۍ کې د ۲ مېلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۸ کرنیزې پروژې پرانیستل شوې

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش6 فبروري 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp


    د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې یې د ۲ مېلیونه او ۸۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د کرنې، اوبو لگولو، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخه کې یو شمېر ټولگټې پروژې پرانیستې.
    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یادې پروژې د روپاني بنسټ له لوري د کرنې وزارت په همکارۍ پیل شوې وې.
    د کرنې وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د یادو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې وویل، هڅه کوو چې خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړو او خپلو محصولاتو ته نړیوال بازار پیدا کړو.: «دا زموږ مسوولیت دی چې د اړو خلکو پوښتنه وکړو او د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړو، په همدې موخه موږ هڅه کوو، چې هغه پروژې پلې کړو، چې روڼتیا ولري او خلکو ته اغېزمنې تمامې شي. زموږ ټوله هڅه د حلال، سالم، معیاري او لوړ کیفیت لرونکي څارویو لپاره خوراکي توکو چمتو کول دي. له نېکه‌مرغه زموږ د بزګرانو او بڼوالو محصولات د اروپا، امریکا او اسیا لویې وچې هېوادونو ته صادرېږي، هلې ځلې کوو چې د سړخونو په جوړولو، د محصولاتو د معیاري کولو مرکزونو او د باکیفیته محصول په تولید سره د دغو صادراتو کچه لوړه کړو.»
    د روپاني بنسټ مسوول انجینر حامد رحماني د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د دغو پروژو ټولیز لگښت دوه مېلیونه او ۸ سوه زره امریکايي ډالرو ته رسېږي، چې له ډلې یې ۸ پروژې بشپړې شوې او د شپږو نورو پروژو کارونه اوس پیل شوي دي.:«په بشپړو شوو پروژو کې د فرمان بېگ سیمې د گرگري استنادي دېوال جوړول، د فرمان بېگ د اوبو زېرمه، د تورکې د اوبو لگولو کانال او د تورکې د اوبو زېرمه، د انارو د بڼ جوړول او مومند دهي په سیمه کې د لمریز سیستم نصبول، د نغلو او سرچینو په سیمه کې د سړو خونو جوړول او د سروبي ۴۰ کلیو اوسېدونکو لپاره شخصي بڼونه جوړول شامل دي.»
    د رحماني په خبره، د دغو پروژو جوړولو ۹ میاشتې وخت ونیو او د سیمې څه باندې ۲ زره کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې وه. : «کومې پروژې چې سږکال د روپاني بنسټ له خوا پلې کېږي، لګښت یې یو مېلیون ډالرو ته رسېږي، چې پکې د ناګمان د اوبو زېرمه، د کب روزنې پينځه فارمونه جوړول، د نیالګیو کېنولو لپاره ۸۰۰ غوچوړې کېندل، ۸۵۸ کورني باغچې جوړول او د سروبي پر یو شمېر اوسېدونکو د لاسي کراچیو وېش شامل دي، چې کارونه یې پیل شوي دي او ورسره به زرو کسانو ته د کار زمینه برابرېږي.»
    په هېواد کې د سرتاسري امن له برکته اوسمهال د هېواد په گوټ گوټ کې زرگونه بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي، چې ځینې یې بشپړې شوې او ځینې د بشپړېدو په حال کې دي.
    د هېواد بزگران له حکومت غوښتنه کوي، چې محصولاتو ته یې نړیوال بازار پیدا شي او په ښه بیه وپلورل شي.

    مخکینۍ مقالههند یو لرغونی جومات نړولی دی
    راتلونکي مقاله سيما سمر د بشر حقوق په نامه بهرنيانو ته دلالي کوله

    مربوطه لیکنې

    د سږ ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې؛ د کابل اوسېدونکی سید موسی اول نمره شو

    20 جولای 2025

    کابل ښار کې تېر کال ۸۳ کيلومټره بېلابېل اصلي او فرعي سړکونه جوړ شوي

    20 جولای 2025

    د پنجشېر له پنځو نویو ساحو د زمرودو د استخراج لړۍ پیل شوه

    19 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 جولای 2025

    د سږ ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې؛ د کابل اوسېدونکی سید موسی اول نمره شو

    د ازموینو ملي ادارې نن (یکشنبه، د چنګاښ ۲۹مه) د حکومت د رسنیو مرکز کې…

    کابل ښار کې تېر کال ۸۳ کيلومټره بېلابېل اصلي او فرعي سړکونه جوړ شوي

    20 جولای 2025

    بي‌اېل‌اېف: وسله‌والو یې د بلوچستان په سوراب کې د پاکستاني پوځ پر کمپ برید کې شپږ پوځیان وژلي

    20 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سږ ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې؛ د کابل اوسېدونکی سید موسی اول نمره شو

    20 جولای 2025

    کابل ښار کې تېر کال ۸۳ کيلومټره بېلابېل اصلي او فرعي سړکونه جوړ شوي

    20 جولای 2025

    بي‌اېل‌اېف: وسله‌والو یې د بلوچستان په سوراب کې د پاکستاني پوځ پر کمپ برید کې شپږ پوځیان وژلي

    20 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،988 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،919 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،926 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.