Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»کابل ښاروالي: د نرخونو کنترول او احتکار مخنیوي ته جدي پام کوي
    افغانستان

    کابل ښاروالي: د نرخونو کنترول او احتکار مخنیوي ته جدي پام کوي

    صابر افغانصابر افغان17 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، د روژې مبارکې میاشتې په خاطر د نرخونو کنترول او له احتکار څخه د مخنیوي کمېسیون چې د بېلابېلو ادارو استازي پکې برخه لري په بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو له نرخونو څخه څارنه کوي.

    له کابل ښاروالۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد کمېسیون د خپلې څارنې پر مهال یو شمېر سرغړوونکو ته له تادیب سربېره اړینې سپارښتنې کړې.

    د خبرپاڼې له مخې، له هټیوالو غوښتنه وشوه چې د پلورلو پرمهال انصاف په پام کې ونیسي او خپل توکي د کابل ښاروالۍ د نرخپاڼې مطابق وپلوري. ښاريان به د ښاري ژوند د قانوني کېدو په موخه، د نرخپاڼې د تطبیق او دودولو په برخه کې د کابل ښاروالۍ له مسوولينو سره مرسته وکړي.

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، ټولو هټیوالو ته ویل شوي چې نرخپاڼې داسې ځای وځړوي چې هر څوک یې وگوري او د هغه مطابق خپل توکي وپلوري، گنې له دې پرته به له قانوني چلند سره مخ شي چې بیا به د شکایت حق ونه لري. «د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمېسیون د کابل ښاروالۍ، سوداگرۍ، مالیې او کورنیو چارو وزارتونو، استخباراتو، د افغانستان بانک، د سوداگرۍ او پانگونې د خونې او د بېلابېلو اصنافو له استازو څخه جوړشوی دی.»

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد کمېسیون یوه نرخپاڼه چمتو کړې او د ښاریانو د اړتیا وړ لومړنیو توکو د نرخونو د کنترول په موخه، خپل فعالیتونه گړندي کړي تر څو ښاریان وکولی شي د روژې په مبارکه میاشت کې خپل د اړتیا وړ توکي په مناسبه بیه او لوړ کیفیت د کابل له بازارونو څخه تر لاسه کړي.

    که څه هم کابل ښاروالۍ د نرخونو ته د جدي پام خبره کوي؛ خو کابل ښاریان وايي، هټیوال لا هم په لوړه بیه خوراکي توکي پلوري.

    مخکینۍ مقالهحنفي: اسلامي امارت هڅه کوي چې په روغتیايي برخه کې ښه والی راشي
    راتلونکي مقاله د هلمند د ولایتي شورا د پخواني رئیس له نوې دندې خبر یاست؟

    مربوطه لیکنې

    خوست کې پر فرضي کرښه افغان نښان‌ویشتونکو پنځه پاکستاني عسکر هلاک کړي

    14 مارچ 2026

    روان کال پنجشېر کې پر زیانمنو او مستحقو کسانو ۳۰ میلیونه افغانۍ وېشل شوي

    14 مارچ 2026

    کورنیو چارو وزارت: نهو ولایتونو کې نږدې ۴زره پولیس له زده‌کړو فارغ او دندو ته چمتو شول

    14 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 14 مارچ 2026

    خوست کې پر فرضي کرښه افغان نښان‌ویشتونکو پنځه پاکستاني عسکر هلاک کړي

    ‏د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز ویلي، چې افغان ځواکونو د دغه ولایت د…

    المرصاد: داعش وسله‌والو خیبر پښتونخوا کې خپل یو ملګری د جاسوسۍ په تور وژلی

    14 مارچ 2026

    د هرمزد تنګي د تړل کېدو له امله اسټرالیا کې د تېلو زېرمې مخ په ختمیدو دي

    14 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خوست کې پر فرضي کرښه افغان نښان‌ویشتونکو پنځه پاکستاني عسکر هلاک کړي

    14 مارچ 2026

    المرصاد: داعش وسله‌والو خیبر پښتونخوا کې خپل یو ملګری د جاسوسۍ په تور وژلی

    14 مارچ 2026

    د هرمزد تنګي د تړل کېدو له امله اسټرالیا کې د تېلو زېرمې مخ په ختمیدو دي

    14 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،120 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،071 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،142 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.