د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست وايي، د کابل ښار په بېلابېلو بازارونو کې یې د نرخپاڼې څارنه کړې او که کوم هټۍوال له نرخپاڼې څخه سرغړونه وکړي، له قانوني چلند سره مخ کېږي.
د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست مرستیال عصمت الله انصار وايي، یو شمېر ښاریان شکایت کوي چې هټۍوال په نرخپاڼه کې د ټاکل شوي قیمت څخه په لوړ قیمت خپل توکي پلوري.: «د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي په موخه په هټیو او لویو پلورنځیو کې د لومړنیو خوراکي توکو له نرخونو څارنه کوو او سرغړوونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې د بیا ځلې سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ کېږي.»
نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې ټول باید د نرخپاڼې په تطبیق او د قانون او مقرراتو د رعایتولو په برخه کې د کابل ښاروالۍ له مسوولینو سره مرسته وکړي.: «له دې وړاندې ټولو اصنافو ته خبر ورکړل شوی ترڅو نرخپاڼه د خپلو پیرودونکو د لید وړ ځای کې نصب او د هغه له مخې خپل توکي وپلوري.»
د یادونې وړ ده چې د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست له لوري یوه اندازه بې کیفیته توکي چې د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه له بازارونو راټول شول او دغه راز د وچې ډوډۍ د وزن او کیفیت په موخه، د یو شمېر نانوایانو له فعالیت څخه هم څارنه شوې ده.