کابل ښاروالي وايي، د شپږمې او اوومې ناحیې اړوند د ۳۱۷۶ مترو په اوږدوالي او د ۳۳ مترو په سور سره له دارالامان ماڼۍ څخه تر فیصل ښارگوټي پورې د گلباغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا چارې پیل شوې دي.
له ښاروالۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دا سړک به د لښتیو، گلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، د روښنایي څراغونو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په گډون د یوه کال په موده کې په بنسټیزه توگه جوړ شي.: «د گلباغ سړک چې کابل له سوېل سره نښلوي په راتلونکې کې به یې چارې د شلمې ناحیې اړوند د کابل- لوگر سړک تر اوږدو او چهل دختران سیمې پورې وغځول شي.»
د خبرپاڼې له مخې، دا سړک د کابل ښار یو مهم سړک دی چې په جوړېدو سره به یې د کابل ښار معیاري اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
همدارنگه یاده اداره وايي، ښاري او ترانسپورتي اسانتیاوو ته د لاس رسي په موخه د نهمې ناحیې په ۱۷م گذر علي مردان سیمه کې د ۴ کوڅو د جوړولو چارې روانې دي.: «دا پروژه د کابل ښاروالۍ له لوري د ملگرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پلې کېږي چې، ۹۸۳ متره اوږدوالی او له ۴ څخه تر ۴.۵ مترو پورې سور لري چې د لښتیو په گډون یې تر دې دمه ۹۰ سلنه چارې مخته تللې دي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ښاریانو گڼ شمېر ستونزې حل شي.»