د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په احمدشاه بابا مېنه کې د يوه سړک د پخېدو چارې بشپړې شوې دي.
د مالوماتو له مخې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د ۱۲مې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې د ۱۳ او ۱۴ بلاک ترمنځ د سړک پخېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د سړک جوړولو په دغه پروژه کې چې۱۰۷۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور لري، د لښتي، پلو لارو، ګلدانونو جوړول او په سړک د کرښې اچول هم پکې شامل دي.
سرچينې زياته کړې، چې دمګړۍ د دغه سړک یوازې د پلو لارو، ګلدانونو او د کرښې اچولو چارې یې پاتې دي، چې هغه به هم ډېر ژر بشپړې شي.